د لاس رسي وړ اتصالات

انجلینا جولي خپل زوی د جنوبي کوریا یو شخصي پوهنتون ته ولیږه


د هالیووډ مشهورې لوبغاړې او د ملگرو ملتونو د کډوالو د چارو د عالي کمیشنرۍ د ښه نیت سفیرې انجلینا جولي خپل زوی د زده کړو لپاره د جنوبي کوریا یو پوهنتون ته واستوه.

ټاکل شوې چې د انجلینا او برد پیت ١٨ کلن زوی مدکس، د "یونسي" په شخصي پوهنتون کې د کیمیا په څانگه کې زده کړې وکړي.

د "یونسي" پوهنتون د جنوبي کوریا یو د باور وړ تحقیقاتي پوهنتون دی چې په ١٨٨٥ کال کې جوړ شوی دی.

میرمن جولي په ٢٠٠٢ کال کې مدکس هغه وخت چې اوه میاشتنی و او د کمبودیا په یوې یتیم خانه کې اوسیده په فرزندۍ ومانه.

د مدکس، سربیره میرمن جولي او ښاغلی پیت دوه نور ماشومان لري چې –پکس او زهارا – نومیږي او هغوی یې هم په فرزندۍ نیولي دي.

انجلینا جولي او برد پیت د شیلو، ناکس او ویوین په نامه درې بیولوژیکي اولادونه هم لري.

XS
SM
MD
LG