د لاس رسي وړ اتصالات

د ناروغیو مقاومت ډیریدل ساینسپوهان د نوو انټي بایوټکسو جوړیدو ته اړکړي


د انټي بایوټکسو په مقابل کې د ناروغیو د مقاومت ډیریدل ساینسپوهان دې ته اړ کړي چې د نوو انټي بایوټکسو په جوړولو کار وکړي او په زړو انټي بایوټکسو کې ځینې تغیرات راولي چې موثریت یې ډیر شي.

په دې وروستیو وختونو کې ساینسپوهانو د یو ډول انټي بایوټکس چې د وینکومایسین په نامه یادیږي په جوړښت کې تغیر راوستی دی.

دغه انټي بایوټکس د هغو باکتریايي ناروغیو د تداوی لپاره استعمالیږي چې د انسانانو د مرګ سبب کیږي.
د عادي باکتریايي ناروغیو د تداوی لپاره د انټي بایوټیکسو ډیر او بې ځایه استعمال په طبابت کې یو لوی مشکل راپيدا کړی او هغه دا دی چې په نړیواله کچه د باکتریاوو مقاومت د انټي بایوټکسو په مقابل کې ډیر شوی دی او دغه یې علت دی چې ځینې ساینسپوهان وايي چې اڼټي بایوټکسو خپل موثریت له لاسه ورکړی دی.

اوس ساینسپوهان هڅه کوي چې نوي انټي بایوټیکس جوړ کړي، او تر څنګ یې دوی دا هڅه هم کوي چې په زاړو انټي بایوټکسو کې تغیرات راولي او موثریت یې ور ډیر کړي.

په دې وروستو کې د امریکا په کلفرونیا کې د سکرپس د څیړنو انسټیټوټ د انټي بایوټکسو یو قسم ته چې وینکومایسین نومیږي تغیر ورکړی. وینکومایسین ۶۰ کاله مخکې جوړ شوی و او هغه وخت ورته په دې سترګه کتل کیدل چې د باکټریايي مریضیو د تداوي لپاره د اخري او قوي درمل په توګه ورنه کار اخیستل کیده خو وروسته یې بیا موثریت کم شوی و.

په هغه څیړنه کې چې د پروسیډینګز اف د نشنل اکاډمي اف سیاینس په ژورنال کې خپره شوې ده، ساینسپوهانو به دې اړه وضاحت ورکړی چې په وینکومایسین کې تغیر څنګه د دغه انټي بایوټکس موثریت یې د ځینو باکتریاوو په مقابل کې ۱۰۰۰ مرتبې ډیر کړی دی.

د امریکا د امراضو د کنټرول او مخنوي په مرکز کې د انټي بایوټیکس سره د مقاومت په اړه د تحقیقاتو د دفتر مشر ژان پټیل دی. هغه وویل،،په وینکومایسین کې تغیر راوستل او ورنه مفید درمل جوړول ، حتا د هغو باکتریاوو په مقابل کې چې مخکې یې مقاومت ډیر شوی، مفید دي. د دې مانا دا ده چې موږ د دې قابلیت لرو چې پخواني درمل راواخلو او بیرته یې فعاله او موثره کړو،،.

د روغتیا نړیوال سازمان د انټي بایوټیکس په مقابل کې د مقاومت ډیریدل د انسانانو صحت ته یو لوی ګواښ ګني.

پټیل وايي چې د دې مشکل د ابعادو معلومول په دې ستونزمن کار دی چې ډیر ملکونه کافي لابراتوارونه نه لري چې په دې اړه تحقیقات وکړي او بیا خپل تحقیقات شریک کړي.

د درملو ضد مقاومت بیا د دې سبب ګرځي چې هغه ناروغۍ چې پخوا به په انټي بایوټیکسو جوړیدل تداویې یې مشکل شي او ډیر وخت ونیسي او څو ډولونو درملو ته ضرورت پیدا شي.

خو بیا هم، د داسې ناروغۍ لکه توبرکلوز، چې د یو نه د زیاتو درملو په مقابل کې یې مقاومت ډیر دی، د وژلو خطر ورسره وي.

پټیل وايي چې د نوو درملو د تولید له طریقه د د انټي بایوټکس په مقابل کې د مقاومت له منځه وړل مهم دی خو په دې اړه باید چې جامع لارې چارې ولټول شي.

،،موږ باید چې د مریضیو د سرایت ښه مخنیوی وکړو. موږ باید چې په دې مطمین شو چې انټي بایوټیکس په موثره توګه استعمالیږي. که چیري د انټي بایوټیکس په مقابل کې مقاومت پیدا کیږي نو موږ یې باید د تشخص لاري چاري ولرو او یوازې د نوو درملو په تولید سره دغه مشکل نه حل کیږي،،.

پټیل وايي چې د دغه مشکل، یانې د انټي بایوټکسو په مقابل کې د مقاومت د ډیریدو د مشکل حل په دې کې دی چې په نړیواله کچه هڅې وشي تر څو د دارودرملو د موثریت د کمیدو مخه ونیول شي.

XS
SM
MD
LG