د لاس رسي وړ اتصالات

دریابي: تحقیقي خبریالي له فساد سره د مبارزې لپاره ښه ظرفیت دی


د اطلاعات روز ورځپانې مدیر مسولی ذکي دریابي چې له فساد سره د مبارزې د شفافیت د څار نړیوال بنسټ جایزه یې ګټلې وايي، تحقیقي خبریالي د فساد ضد مبارزې په برخه کې ښه ظرفیت او فرصت دی.

دریابي د پنجشنبې په ورځ د ډیسمبر درېیمه (لیندۍ ۱۳) امریکا غږ ته وویل د شفافیت د څار له نړیوال بنسټ څخه د جایزې ترلاسه کول د فساد د زیاتو قضیو د رابرسیره کولو په برخه کې د دغې ورځپانې مسولیت لا زیاتوي.

هغه وویل: "موږ تمه لرو چې د افغانستان حکومت او نړیواله ټولنه له فساد سره د مبارزې په برخه کې د اطلاعات روز تحقیقي راپورونه د افغانستان د تحقیقي ژورنالیزم لپاره د یو فرصت او ظرفیت په توګه وپیژني او د رسنیو د تحقیقي راپورنو په تعقیبولو سره د فساد پراخه کچه چې په حکومتي ادارو او د بنسټونو او ټولنې په مختلفو برخو کې شته راکمه کړي".

د شفافیت د څار نړیوال بنسټ د چهارشنبې په ورځ (لیندۍ ۱۳) ذکي دریابي او د اطلاعات روز ورځپانه له فساد سره د مبارزې د نړیوالې جایزې د ګټونکي په توګه اعلان کړل، چې په کور دننه او نړیواله کچه له پراخ هرکلي سره مخ شوه.

کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر راس ویلسن ذکي دریابي ته د مبارکۍ په ویلو سربیره دغه جایزه د اطلاعات روز، د افغانستان د ازادو رسنیو او مدني ټولنې لپاره نړیواله لاسته راوړنه ګڼلې ده.

ښاغلي ویلسن په خپل ټویټر کې لیکلي: "موږ له فساد سره د مبارزې په برخه کې د هڅو او د دغه هېواد د رسنیو لپاره د ازادې فضا پیاوړتیا ته ژمن یو".

د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ مشر سیداکرام افضلي هم دغه جازیزه د اطلاعات روز ورځپاني او د افغانستان هغو رسنیو لپاره لویه لاسته راوړنه بللې چې له فساد سره د مبارزې په برخه کې کار کوي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم د دغې نړیوالې جایزې مبارکي ویلې او په افغانستان کې د خبریالانو پر خوندیتوب او اطلاعاتو ته د هغوي پر لاسرسي یې ټینګار کړی دی.

XS
SM
MD
LG