د لاس رسي وړ اتصالات

ختیځ ولسي اتحاد: له حکومت سره مخالفت مو د اصلاح په موخه دی


دغه ائتلاف د افغانستان په ختیځ کې د داعش ډلې پر له منځه وړلو ټینګار وکړ.
دغه ائتلاف د افغانستان په ختیځ کې د داعش ډلې پر له منځه وړلو ټینګار وکړ.

د افغانستان په ملي شورا کې د ختیځو ولایتونو ځینو استازو د جلال اباد ښار په شیرزي لوبغالي کې د قومي خلکو شاوخوا پنځه زره کسیزې غونډې ته په ویناوو کې پر اوسني نظام سختې نیوکې وکړې او له پر ولسمشر یې غږ وکړ چې د ختیځو ولایتونو شتوو ستونزو ته دې پام وکړي.

ددغې غونډې مشري د ملی شورا غړو، ظاهر قدیر، وګمه ساپۍ، حضرت علی، سید اکرام، صالح محمد صالح میرویس یاسیني او ختیځو ولایتونو د ولایتي شورا ځینو استازو کوله.

د ولسي جرګې غړي او د ختیځ اتحاد په نوم د جوړ شوي ایتلاف ویاند میرویس یاسني وویل:" له نظام سره دا مخالف د اصلاح لپاره دی، ولاو که زموږ وینه هم پکې توی شي".

هغه اعتراف وکړ چې وکیلانو هم په تېرو اوو کلونو کې د حکومت له چارو سم نظارت نه دی کړی.

د ولسي جرګې غړي ظاهر قدیر بیا پر ولسمشر سختې نیوکې وکړې او ویې ویل: " ولسمشر له مشرقي ولس سره یوه وعده هم پوره نه کړه، ولسمشر ښه اداره چي دی؛ خو ښه لېډر او رهبر نه دی".

نوموړي ولسمشر ته په سخته ژبه وویل: " د مشرقي ولس چې یو څوک پر ارګ دننه کولی شي؛ خو بېرته یې له ارګ څخه راویستلی هم شي".

هغه وویل چې د مشرقي ولس د داعش ډلې ختمول غواړي.

په ولسي جرګه کې د ولسي جرګې بل استازي سید اکرام هم پر حکومت غږ وکړ چې د غاصبینو نیول دې پیل کړي او هم همدا شان د ننګرهار په شینوارو کې دې تړلي ښوونځي بېرته پرانیزي.

دولسي جرګې بل غړي حضرت علي بیا په ښار کې هدفي وژنو او نا امنیو ته ګوته ونیوله او ویې ویل:" زه خبر شوی یم چې په ښار کې خلک وسله وال شوي او صرافان او نور خلک وژني، خلک مالوم دي چې په چپرهار کې بمونه جوړېږي حکومت یې ګوري او نه یې نیسي".

په دغې غونډه کې قومي مشرانو هم خبرې وکړې او پر وکیلانو یې سختې نیوکې وکړې.

قومي مشر داوود جبارخېل وویل: " زه خو چې ښار ته راځم څو ځایه رانه د هویت کارت غوښتل کېږي او تلاشي کېږي، همدا تاسې وکیلان یاست چې تورو شیشو کې ګرځئ او هر څه چې کوئ هیڅوک مو د مخنیوي نشته دی".

غونډه د یو پرېکړه لیک پر لوستلو پای ته ورسېده چې له مرکزي حکومت څخه پکې د ختیځ ولسونو ته د پام اړولو غوښتنه شوې وه.

XS
SM
MD
LG