د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې مظاهره کوونکو په افغانستان کې د "پاکستان مداخله" وغندله


مظاهره کوونکو د پاکستان خلاف شعارونه هم له ځان سره لېږدول
مظاهره کوونکو د پاکستان خلاف شعارونه هم له ځان سره لېږدول

په کابل کې یوشمېر خلکو د پاکستان په ضد مظاهره وکړه او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې د اسلام اباد په ضد پرېکړه وکړي.

دا مظاهره نن جمعه جولای ۳- (زمری۸) د کابل په ښار کې وشوه.

مظاهره کوونکو پاکستان «په افغانستان کې په مداخلې او طالبانو په ملاتړ» تورن کړ.

مظاهره کوونکو په خپل پرېکړه لیک کې له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې وغوښتل چې «پاکستان دې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه بس کړي......».

مظاهره کوونکو، چې شمېر یې لسګونه تنه و، د پاکستان خلاف شعارونه هم له ځان سره لرل.

هغوی همدغه راز وویل:« له نړیوالو په جدي توګه غواړو، چې نور د پاکستان خلاف خپله پرېکړه وکړي د پاکستان دولت د یو ترهګر دولت په توګه تثبیت او د افغانستان له خاورې او حاکمیت څخه د هرډول تیري او لاس وهنې په موخه دې ورباندې نوي بندیزونه ولګوي...»

څو ورځې مخکې هم په په افغانستان کې د پاکستان په ضد مظاهره کیږي. په افغانستان سربېره په امریکا او اروپا کې هم زرګونو افغانانو د پاکستان په ضد مظاهرې وکړې او هغه هېواد یې د افغانستان په کورنیو چارو کې په لاسوهنې او د جکړې په تمویل تورن کړل.

پاکستاني چارواکو لا په رسمي ډول د دغو مظاهرو او ادعاو په اړه څه نه دي‌ ویلي. خو تر دې مخکې یې دا خبره په وار وار رد کړې ده چې ګنې پاکستان د طالبانو ننګه کوي. پاکستان وايي دوی د افغانستان په چارو کې مداخله نکوي.

افغان چارواکي وايي پاکستان د طالبانو مشرانو ته ځای ورکړې او جنګیالي یې روزي، خو اسلام اباد دا تورونه ردوي.

XS
SM
MD
LG