د لاس رسي وړ اتصالات

وسله والو پاکستان کې د پولیو ضد یو کار کوونکی وژلی


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

په پاکستان کې چارواکي وایي د خیبر پښتونخوا باجوړ ولسوالۍ کې جمعه جنوري ۱۹ (مرغومي ۲۹) وسله والو چې په موټر سایکل سپاره و، د پولیو ضد کار کوونکو یې ډزې کړي، یو تن یې وژلی او بل یې ټپي کړی.

پولیس وایي دا برید وسله والو کړی خو دا یې ندي ویلي چې د کومې ډلې غړو دا برید کړی.

پولیسو ویلي چې د پولیو ضد پدې کار کوونکي د باجوړ په ولسوالۍ کې د "نا معلومو" کسانو لخوا برید شوی. تر اوسه هیڅ کومې ډلې د دې برید د کولو ادعا نده کړې.

په سیمې کې د پولیسو جګپوړي افسر کاشف ذوالفقار د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې برید کوونکي د سیمې څخه په موټر سایکل تښتیدلي دي.

د پولیسو دې مشر همدرانګه ویلي چې د پولیو چارو همغږی کوونکی په هلیکوپتر کې د پیښور یو روغتون ته لیږدل شوی و چې همالته یې سا ورکړه. ښاغلي ذوالفقار ویلي چې پولیس د پیښې په هکله پلټنې کوي.

په پیښه کې یو بل تن هم په اوږې او پښې برخې کې ټپي شوی چې پولیسو ویلي په روغتون کې یې درملنه کیږي خو دا یې ندي ویلي چې ټپونه یې څومره جدي دي.

دا لومړی ځل ندی چې پدې سیمې کې د پولیو ضد چارو په کار کوونکو بریدونه کیږي. د پولیسو اوه افسران تیره اوونۍ هم په همدې ولسوالۍ کې هغه وخت ووژل شول چې موټر یې د سړک په غاړې کې په خښ شوي ماین وربرابر شو.

دې پولیسو په سیمې کې د پولیو ضد واکسین کوونکو امنیت ساته.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هیوادونه دي چې لا هم پکې د ماشومانو ګوزڼ یا پولیو ویروس شته دی. دا ویروس د ابدۍ معیوبیت سبب کیږي.

د پاکستان په ځینو غرنیو سیمو کې خلک د پولیو د واکسین سره جدي مخالفت لري او مذهبي مشران یې د اسلام ضد هڅه بولي. د پاکستاني طالبانو په ګډون نورې وسله والې ډلې هم د واکسین په ټیمونو وخت ناوخته بریدونه کوي.

په پاکستان کې د پولیو پر ضد د خلکو مخالفت وروسته تر هغه ډیر شوی چې د متحده ایالاتو د استخباراتو مرکزي ادارې یا سي آی اې په پاکستان کې د القاعده شبکې پخواني مشر اسامه بن لادن ډي ان اې تثبیتولو لپاره د واکسین کولو جعلي کمپیان وکړ.

یو شمیر ملایان بیا دا ناسم معلومات هم خپروي چې د پولیو ضد واکسین څاڅکو کې د خوږ غوښې څخه کار اخیستل شوی او یا هم پکې الکول شامل دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG