د لاس رسي وړ اتصالات

د "مقاومت جبهه": په تاجیکستان کې د طالبانو سره مذاکرات یوه اوازه ده


د طالبانو ضد "مقاومت جبهې" د جمعې په ورځ د جولای په اتمه (چنګاښ ۱۷) وویل چې په تاجکستان کې له طالبانو سره د احتمالي خبرو اترو په اړه راپورونه حقیقت نه لري.

د احمد مسعود په مشرۍ د "افغانستان د ملي مقاومت جبهې" د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په "دې وروستیو کې ځینو رسنیو په تاجکستان کې د "ملي مقاومت د جبهې" او طالبانو تر منځ د خبرو راپورونه خپاره کړي چې حقیقت نه لري. "

په دې اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې د "ملي مقاومت جبهه" تل باثباته، رښتینې او باعزته سوله د هېواد د ستونزو د حل اساسي لار ګڼي، خو ادعا یې کړې چې د "طالبانو ډله د تېر په څېر په خبرو او سولې باور نه لري او په زور د خپل ناروا واک په دوام ټینګار کوي چې د هرې ورځې په تیریدو سره د سیمې او نړۍ لپاره د دې ډلې بد شکله څیره روښانه کیږي."


په اعلاميه کې همداشان راغلي چې "د افغانستان د ملي مقاومت جبهه به په خپل ټول قوت د ظلم او تاوتريخوالي پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکوي او هيڅکله به د خبرو دروازې ونه تړي."

طالب چارواکو تر اوسه د «افغانستان د ملي مقاومت جبهې» سره د احتمالي خبرو اترو په اړه څه نه دي ویلي.

د پخواني جهادي قوماندان احمدشاه مسعود زوی احمد مسعود د ۱۴۰۰ میلادي کال په وروستیو کې د طالبانو پر وړاندې د مقاومت د پیل اعلان وکړ او د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کلونو ترمنځ یې د طالبانو پر وړاندې د خپل پلار مقاومت ته په اشارې سره وویل چې د خپل پلار لاره تعقیبوي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ د طالبانو لخوا د کابل له نیولو وروسته، طالب ځواکونو په پنجشیر کې، چې د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کلونو ترمنځ د طالبانو ضد مقاومت اصلي مرکز و، طالب جنګیالیو د دې ولایت زیاته برخه ونیوله.

خو د «افغانستان د ملي مقاومت جبهې» جنګیالیو له هغه وخت راهیسې تل د طالبانو پر ضد جګړه کړې ده.

د طالبانو او د مقاومت د جبهې ترمنځ تر ټولو زیاتې وسله والې نښتې په پنجشیر ولایت، د بغلان ولایت د اندراب په درې ګونو ولسوالیو، خوست او فرنګ په ولسوالیو، د تخار ولایت په ورسج ولسوالۍ او د پروان ولایت په ځینو سیمو کې شوې دي.

XS
SM
MD
LG