د لاس رسي وړ اتصالات

د اپل شرکت خپل آیفون ۱۴ تیلفونونه په هند کې تولیدوي 


د آی فون ۱۴ تلیفونونه
د آی فون ۱۴ تلیفونونه

د امریکا د الکترونیکي وسایلو ستر تولیدونکی شرکت اپل نن د سپټمبر په ۲۶ (تلې ۴) وویل چې د آیفونونو نوی نسل به په هند کې تولید کړي. دا پداسې حال کې دي چې دا شرکت هڅه کوي په چین باندې خپله تکیه راکمه کړي.

د آیفون د ځیرکو تیلفونونو د تولید او ویش مرکز اوس مهال په عمده توګه په چین کې موقعیت لري او شنونکي وايي چې په چین کې د کوویډ - ۱۹ پورې اړوند پالیسیو او د واشنګټن او بیجینګ ترمینځ کړکیچونو ددې شرکت تولیدات زیانمن کړي دي.

د اپل شرکت په یو بیان کې ویلي چې دوی به د آی فون ۱۴ تلیفونونو نوی نسل په هند کې تولید کړي.

دا شرکت چې مرکز یې په کالیفورنیا کې دی دمخه یې په هند کې د تایوان د فاکس کان په شان تولیدي شرکتونو له لارې د آیفون پخواني نسل تیلفونونه تولید کړي دي. فاکس کان د هند په تامل ناډو ایالت کې د تولید فابریکه لري.

دا په داسې حال کې دي چې اپل شرکت څو اونۍ وړاندې د نړۍ بازارونو ته د ایفون ۱۴ تلیفونونو د وړاندې کولو اعلان وکړ.

تېر کال ۷.۵ میلیونه آیفونونه چې د اپل شرکت د نړیوال تولید درې سلنه جوړوي، په هند کې جوړ شوي وو.

یو هندي څیړونکي ویلي، تمه ده چې سږ کال به په هند کې له ۱۱ میلیونو ډېر آیفونونه تولید شي.

XS
SM
MD
LG