د کندهار امنیتي مقامات وايي چې په ارغنداب ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۶۴ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
په ارغنداب ولسوالۍ کې له تیري اونۍ راهیسې شدیده جګړه روانه ده چې لاهم دوام لري. یاده ولسوالي د کندهار ښار په شمالي برخه کې د ښار له اتمې او دیارلسمې حوزې سره وصل ده.
د کندهار د پوليسو ویاند جمال بارکزي نن یکشنبه نومبر اول (لړم ۱۱) امریکا غږ ته وويل چې د ناګهان او کوهک په سیمو کې پر وسله والو بریدونه شوي.
ښاغلي بارکزي زیاته کړه: "د کوهک او ناګهان په سیمو کې د افغان ګډو ځواکونو په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې ۶۴ وسله وال وژل شوي او ۲۰ تنه نور يې ټپیان شوي د ارغنداب په جګړه کې وسله والو ته لوړ تلفات اوښتي او افغان قواوو غاښ ماتونکی ځواب ورکړی."
کوهک او ناګهان د کندهار ښار له عمومي زندان سره نږدې پرتې سیمې دي.
بلخوا تېره شپه د کندهار پر فضا هم جنګي الوتکې ګرځېدې او د ارغنداب د جګړې غږونه هم په کندهار ښار کې اوریدل کیده.
د کندهار اوسیدونکي پر مرکزي حکومت باندي نیوکه کوي چې د کندهار په امنیت کې پاته راغلی او پر یو وخت ښار ته په نژدې څلورو ولسوالیو ارغنداب، ژړی، پنجوايي او میوند کې جګړې توندي شوي.
بلي خواته په یوه تازه اقدام کې د دفاع وزارت په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان جنرال اسدالله کوهستاني له خپلي دندې څخه لري کړی او پر ځای يې جنرال زلمی خان نبرد د نوي قوماندان په توګه ټاکلی دی.
یو امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وويل چې د اتل قول اردو مخکنی قوماندان د کندهار او ارزګان د نا امنیو له کبله له خپلې دندې څخه لري شوی دی.
دغه راز د دفاع وزارت لوی درستیز جنرال یاسین ضیا د کندهار د جګړې د مدیریت لپاره له تیري یوې اونۍ راهیسې په جنوب کې دی.
خپله وسله والو طالبانو رسنیو ته د کندهار د جګړو په اړه کومه تبصره نده کړې.