د لاس رسي وړ اتصالات

ناپیژاندو وسله والو غزني کې لس مسافر تښتولي


په تیرو دوو کلونو کې څو ځلې د کابل - کندهار په لویه لار وسله والو ملکي وګړي تښتولي، خو دا نننۍ پیښه په روان کال کې لومړۍ ده.
په تیرو دوو کلونو کې څو ځلې د کابل - کندهار په لویه لار وسله والو ملکي وګړي تښتولي، خو دا نننۍ پیښه په روان کال کې لومړۍ ده.

د غزني ولایتي چارواکي وايي، وسله والو نن د شنبې د ورځې له غرمې وړاندې لس بجې د دغه ولایت د قره باغ ولسوالۍ کې د دوو تیز رفتار موټرو څخه د ښځو او ماشومانو په ګډون مسافر راښکته کړي او له ځان سره یې نامعلوم ځای ته وړي دي.

د غزني د امنیه قوماندانۍ چارواکي وایي، چې دا مسافر چې شمیر یې ترلسو تنو ښودل شوی،د قره باغ له ولسوالۍڅخه د دغه ولایت مرکز ته په لار وو، چې ناپیژاندو وسله والو د قره باغ ولسوالۍ د "میخته" په سیمه کې له تیز رفتار موټرو ښکته کړل او له ځان سره یې وړي دي.

د غزني د امنیه قوماندانۍ ویاند فهیم امرخیل امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې تر اوسه لا د دغو مسافرو د تښتوونکو هویت څرګند شوی نه دی.

ښاغلي امرخیل وویل "نن سهار تر لسو پورې مسافر چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي، د وسله والو له خوا چې تراوسه یې هویت په ډاګه شوی نه دی د قره باغ د ولسوالۍ د میخته په سیمه کې تښتول شوي دي ".

د غزني ولایت پولیس وایي، وسله والو دا تښتولي مسافر د سیاه کوه سمیې ته لیږدولي او اوسمهال افغان ځواکونو د دغو مسافرو لټون او د ژغورنۍ عملیات پیل کړي دي.

تراوسه هیڅ کومې ډلې د دغو مسافرو د تښتولو مسولیت نه دی منلی.

د غزني په امنیه قوماندانۍ کې پولیس وایي، چې کیدای شي، چې په دې پیښې کې وسله وال طالبان لاس و نه لري او ممکن کومې بلې سیمه ایزې وسله والې ډلې د غزني په ولایت کې د میشتو قومونو ترمنځ د نفاق اچولو لپاره دا کار کړی وي.

دا په روان هجري شمسي کال کې په غزني کې د وسله والو ډلو له خوا د ملکي وګړو د تښتونې لومړۍ پيښه ده.

په تیرو دوو کلونو کې د کابل – کندهار په لویه لاره د سړي تښتونې پیښې زیاتې شوي دي.

د غزني ولایت د افغانستان په ناامنو ولایتونو کې شمیرل کیږي او د کابل – کندهار لویه لاره هم له دغه ولایت څخه تیریږي.

XS
SM
MD
LG