په دی وروستیو کالونو کی د افغانستان په هنري، ادبي او فرهنګي ډګر کې په تیره بیا د شعر په ګلبڼ کې رنګارنګ ګلونه ټوکیدلي او غوړیدلي دي.
دوی په خپلو ښکلیو او رنګینو اثارو سره د هنر او ادب په بیلابیلو برخو کې داسې انځورونه کښلي دي چې د ادب او فرهنګ مینه وال د هغو له لوستلو، لیدلو او اوریدلو څخه خوند اخلي.
علم گل سحر د پښتو ادب په بڼ کې هغه تکړه لیکوال او ځانگړي سبک خاوند شاعر دی، چې په اثارو کې یې د هنري، عاطفي، انساني مینې او ښکلاییز ذوق شته، او په ادبي، سیاسي او ټولنیزو برخو کې یې انځورونه داسې کښلي دي چې په لوستلو یی لوستونکي او اوریدونکي د خپلې ژبې او ادب د پرمختګ او پراختیا لپاره د اغیزمنو او ارزښتمنو ګامونو اوچتولو ته هڅیږي.
د ښاغلي سحر یو شمیر د شعرونو او کیسو ټولگی چاپ شوي چې د لوستونکو پاملرنه یې ځان ته ور اړولی ده.
د هغه یو شمیر چاپ شوي اثار:
د سپوږمۍ ښکالو د شعرونو ټولګه، د لمر جنازه د شعرونو ټولګه، د پاریال خوبونه د شعرونو ټولګه، پاس سپوږمۍ ده، لاندې ته یې د شعرونو ټولګه، مینه او وسواس د کیسو ټولګه، مینه او جګړه – ناول، شیطا ن څراغ د طنزیه کیسو ټولګه، خاموش فیلیسوف د مقالو ټولګه.
د ښاغلي سحر په سلګونو مقالې په کورنیو او بهرنیو مطبوعاتو کې خپرې شوي دي.
سحر په خپلو ادبي کارونو او شعرونو کې د مینې او محبت سوز او ګداز، خپل انساني پیغامونه، اندونه، ملي جذبات او ریښتیني احساسات، کنایات، تشبیهات، استعارات او د شعري ترکیبونو اصطلاحات په شعري الفاظو کې په خوږه او شاعرانه ژبه په ډیر ښکلي او ظریفانه ډول انځور کړي دي.
سحرپه خپلو زیات شمیر شعرونو او لنډو کیسو کی جگړه غندلي او د جگړی نا خوالیو د سحر په ټولو هنري اثارو خپل اغیز پریښودلي دی، که یې شعر، لنډې کیسې او یا هم ناول لولو ، په ټولو کې د جګړې ضد خبرې شته او هغه یی مایوسه کړي دی، لکه په دې شعر کې:
توره شپه خوره کړي، شمعه پټه له پتنګه شي
کرکه زما زیاته نوره هم له دغه جنګه شي
تا ټولې خبرې راته بیا په خندا وکړې خو
دغه راته وایه دسبا وعده به څنګه شي
ته خو ښه پوهیږې خو بیا هم د ناز خبرې کړې
دغسي نازو ته زما ژر حوصله تنګه شي
زه یې په زړه لاس کیږدم، د زړه درزا یې واورمه
هغه چې په ناز زما په غیږه کې راړنګه شي
ماته په یادګار د زلفو درې تارونه پریږدي ځي
زړه نازړه غرمه چې مې روانه له پالنګه شي
ته به هم زاهده زور د مینې ته لاس پورته کړې
تاته په خندا که چیري ښکلې غنمرنګه شي
ته به وایې دلته د انسان روح قبضه شوې ده
کله چې زموږ کلي محروم د ډول له ډنګه شي
دا چی فکر، احساس، تخیيل، ژبه او آهنگ د شعر مهم توکي شمیرل کیږی او کوم شعر چې همدا صفات او ځانگړتیاوي ولري نو ښه شعر ورته ویلای شو، خو ښاغلی سحر وایي چې د شعر لپاره هماغه یوه پیړی مخکی تعریف اوس پر ځای ندی چی وایی هغه عواطف او احساسات چی د شاعر له زړه نه رانقل شی شعر دی. هغه وایي اوس د شعر تعریف تغیر کړی دی.
د سحر په غزل کې داسي نوي ټکي لیدل کیږي چې د معاصر غزل نوی بیلگې دي. هغه تل دا هڅه کوي چی د پښتو ژبی نایابی کلیمی را پیدا کړي تر څو پښتو ژبه پرې غني کړي. د بلگی په توگه لکه د پاریال کلیمه. دا چی علم گل سحر دا ورکي شوې او نایابه کلیمې له کومه کوي او بل دا چې اوسنی پښتو غزل په اوسني وخت کې له نورو ژبو سره سیالي کولای شي او که نه، هغه وایي:
ریالیزم، رومانیزم او سمبولیزم چې ادبي ژانرونه دي، د سحر په شعر کې دا مکتبونه په ښه توگه انځور شوي دي. د نوموړي د یو ښکلی شعر دکلمه د غورځنگ په غږ کې اوروو.
اوسنی شعر د انځورونو شعر دی او دا انځورونه د سحر په شعر کې له ورایه ښکاري. هغه وایي انځورونه په دوه ډوله دي، یو یې عیني او بل ذهني انځورونه دي او دا چې دا انځورونه د شاعر پر شاعرۍ څه اغیزه کوي سحر وایي:
د ده شعري ژبه خوندوره، ساده، روانه، کره او معیاري ده.
فاروق فردا چی پخپله هم شاعر او ژورنالیست دی د ښاغلی سحر د شعر او شاعری په هکله وایي:
ښاغلي علم ګل سحر خپلی لوړې زده کړې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو په پوهنځۍ کې سر ته رسولي دي هغه په دولتی او غیری دولتي ادارو کې د ژورنالیزم او ادبیاتو په برخه کې او همدارنگه یو لړ، علمي او ټولنیزې چارې او دندې ترسره کړي دي.
ښاغلی سحر په دې وروستیو کې د ولسمشر د دفتر د برنامو د ریاست مرستیال او د ولسمشر د ویناوو د لیکوال په توگه کار کړی او همداشان د پوهني وزارت علمي غړی و، د بي بي سي او آزادۍ د رادیوگانو لیکوال او پرودیوسر، د لمر تلویزیون عمومي اډیتور او د قلم د ادبي مجلې د مسؤل مدیر په توگه یې دندې ترسره کړي دي.
ښاغلي سحر د امریکا غږ سره په خبرو کې وویل چې په پښتو ادب، او په تیره بیا په شعر کې د ژبې پوخوالې، سوچه والې، قوت او بیان، فصاحت او بلاغت، زیات مهم عناصر دي، نو لازمه ده چې د پښتو ژبې لیکولان او شاعران ورته په زغرده پاملرنه وکړي.