د لاس رسي وړ اتصالات

اسټرالیا په لومړي ځل د کرکټ د یوې لوبغاړې مجسمه جوړوي


د اسټرالیا د کرکټ د ښځو لوبډلې د ټیسټ لومړنۍ لوبه په ۱۹۳۴ کې کړله.
د اسټرالیا د کرکټ د ښځو لوبډلې د ټیسټ لومړنۍ لوبه په ۱۹۳۴ کې کړله.

په اسټرالیا کې خلک د سپورټ سره لیونۍ مینه لري، په ځانګړي ډول د کرکټ د لوبې سره.

په اسټرالیا کې له لوبې سره د مینې له کبله د سپورټ د یو شمیر مشهورو شخصیتونو مجسمې جوړې شوې د هیواد په بیلا بیلو برخو کې د نندارې لپاره اېښودل شوي دي.

تر نن پورې په اسټرالیا کې د سپورتي شخصیتونو ۷۳ مجسمې جوړې شوي او نصب شوي خو دا ټولې مجسمې د نارینو دي.

اسټرالیا د جنسیتي برابرۍ په پار پلان لري چې د لومړي ځل لپاره د کرکټ د یوې لوبغاړې مجسمه جوړه او د هیواد په کومه برخه کې یې نصب کړي.

تر اوسه نده معلومه چې د اسټرالیا د کرکټ د کومې لوبغاړې مجسمه به د ژیړو نه جوړه شي خو پریکړه شوې چې دا مجسمه به د سډني د کرکټ په لوبغالي کې نندارې ته وړاندې شي.

اسټرالیا نن دوشنبه د مارچ اتمه (کب۱۸) د ښځینه لوبغاړو د کار د ستاینې او هغوي ته د دروناي لپاره اقدام کوي چې د میرمنو نړیواله ورځ هم ده.

د اسټرالیا د کرکټ مشر نیک هاکلي مطبوعاتو ته ویلي چې "د میرمنو د نړیوالې ورځې په مناسبت زیار باسو د لوبې په ډګر کې مساوات وي."

د اسټرالیا د کرکټ د ښځینه لوبډلې د کپتان مرستیالې ریچل هانیس هم پدې لوبه کې د نارینوو او ښځو تر منځ د برابرۍ په ایجادولو خوښي ښودلې او وایي "خوښه یم چې د نورو وړو ښځینه مشرانو سره د سپورټ په ډګر کې د برابرۍ لپار کار کوم."

اسټرالیا د پخوا راهیسې د میرمنو د کرکټ لوبډله لري. دې میرمنو په ۱۹۳۴ میلادي کال کې خپله لومړنۍ د ټیسټ لوبه د انګلستان د میرمنو د لوبډلې سره کړې وه.

د اسټرالیا د ښځو د کرکټ لوبډلې تر اوسهشپږ ځلې د کرکټ د یوې ورځنیو نړیوالواو پنځه ځله د شلو اورونو د نړیوالو جامونو اتلولي ګټلې ده.

XS
SM
MD
LG