د لاس رسي وړ اتصالات

د اماراتو او بحرین څلور سرتیري په سومالیې کې وژل شوی


سومالیې او عربي متحده اماراتو نظامي او امنیتي تړون لاسلیک کړی چې د امنیتي ځواکونو روزنه یې یوه برخه ده
سومالیې او عربي متحده اماراتو نظامي او امنیتي تړون لاسلیک کړی چې د امنیتي ځواکونو روزنه یې یوه برخه ده

د عربي متحده اماراتو دفاع وزارت شنبه فبروري لسمه (سلواغې ۲۱) ویلي چې درې سرتیرې یې په سومالیې کې په یو برید کې وژل شویدي.

د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې د بحرین یو افسر هم پدې برید کې وژل شوی.

د سومالیې د پوځ یو افسر او د روغتون چارواکو د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې برید د سومالیې یو سرتیري کړی چې وروسته په ډزو کې ووژل شو.

د پوځ دې افسر چې خپل نوم یې یوازې احمد ښودلی ویلي چې د سومالیې دې سرتیري وروسته تر هغه د عربي متحده اماراتو او نورو پوځي چارواکو ډزې وکړلې چې هغوي په لمانځه ودریدل.

د دفاع وزرات ویلي چې په برید کې دوه نور کسان ټپي شوي هم دي ؛ اعلامیې کې دا ندي ویل شوي چې دا سرتیري کاري او که سر سري ټپي شوي خو دومره یې ویلي چې عربي متحده امارات د سومالیې د حکومت سره د دې برید په هکله پلټنو کې همکاري او همغږي کوي.

په عین حال کې د سومالیې په دولتي مطبوعاتو کې ویل شوي چې د دې هیواد جمهور رئیس حسن شیخ محمود ددې سرتیرو وژل کیدو له کبله د عربي متحده اماراتو د حکومت او ولس سره خواخوږي څرګنده کړې.

په مطبوعاتو کې ویل شوي چې برید پایتخت موګادیشو کې په یو نظامي کمپ کې شوی.

د سومالیې جمهور رئیس ویلي چې د پیښې په هکله یې د پلټنو امر کړی.

هغه زیاته کړې، "زه دا پیښه په سختو ټکو غندم چې د عربي متحده اماراتو د افسرانو ژوند یې واخیست. هغوي خپل ژوند او وخت زمونږ د هیواد آزادۍ او بیا رغونې لپاره قربان کړ".

تر اوسه هیڅ کومې ډلې د دې برید د کولو ادعا نده کړې. د سومالې او عربي متحده اماراتو چارواکو یې هم ملامتي په چا نده اچولې خو تر دې وړانې په سومالیې کې دا ډول بریدونه د الشباب وسله والې ډلې کړیدي.

عربي متحده اماراتو تیر کال د جنوري په میاشت کې د سومالیې د حکومت سره د نظامي او امنیتي همکاریو تړون لاسلیک کړ چې د سومالیې د پوځ او امنیتي ځواکونو روزنه یې یوه برخه ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG