د لاس رسي وړ اتصالات

د لیبیا اوبو کې د پناه غوښتونکو یوه کښتۍ ډوبه شوې او ۷۳ تنه مړه شوي


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د مهاجرت نړیوال سازمان نن چهارشنبه فبروري ۱۵ (سلواغه ۲۵) اعلان وکړ چې د لیبیا په ساحلي اوبو کې د پناه غوښتونکو یوه کښتۍ ډوبه شوې ده چې په کې لږ تر لږه ۷۳ تنه مړه شوي دي.

دغه سازمان وايي پېښه تېره ورځ شوې ده او اوو تنو نورو، چې په کښتۍ کې سپاره وو، ځانونه ساحل ته رسولي او اوس تر درملنې لاندې دي.

دا کښتۍ د طرابلس د قصرالخیار له ساحل څخه د اروپا په لوري حرکت کړی و.

د لیبیا سواحل او د مدیترانې بحیره اروپا ته د پناه غوښتونکو تر ټولو لویه قاچاقي لار بلل کېږي خو هر کال په کې زرګونه کسان هم ژوند له لاسه ورکوي.

د مهاجرت د سازمان د راپور په اساس له ۲۰۱۴ کال راپدیخوا د مدیترانې په بحیرې کې نژدې ۲۶۰۰۰ کسان غرق شوي دي.

څو اونۍ مخکې ایټالیا او لیبیا د پناه غوښتونکو په اړه په خپلو کې لاسلیک شوی تړون تر دریو کلونو پورې تمدید کړ چې د مهاجرینو مدافع سازمانونو دا کار وغنده او د بد پایلو په اړه یې خبرداری ورکړ.

د بشري حقونو د څار سازمان خبرداری ورکړی چې «د لیبیا د ساحلي ساتونکو سره د مرستې له لارې، چې پوهېږي دا ډول مرستې زرګونه خلک د بشري حقونو جدي سرغړونو سره مخامخ کوي، ایټالیا او اروپايي ټولنه په دا ډول جرمونو کې شریک بلل کېدای شي».

په لیبیا کې د معمر القذافي د حکومت له نسکورېدو وروسته دا هېواد د کورنیو شخړو او لانجو سره لاس او ګریوان دي.

د ملګرو ملتونو حقیقت موندونکي ماموریت د ۲۰۲۲ د جون په میاشت کې په خپل راپور کې وویل چې په لیبیا کې پناه غوښتونکي «له اجباري ورکېدو، شکنجې، غلامۍ، جنسي خشونت، تجاوز او دا ډول نورو غیر انسانانو اعمالو سره» مخامخ دي.

د ۲۰۲۲ د سپتمبر په میاشت کې د جنګي جرمونو ضد محکمې یو څارنوال وویل چې په لیبیا کې د پناه غوښتونکو په ضد جرایم «ممکن د بشري ضد جنایت او جنګي جرایم» وي.

XS
SM
MD
LG