د لاس رسي وړ اتصالات

الشباب د سومالیې د کورنیو چارو په وزارت برید کې ۹ تنه وژلي


د سومالیا په کورنیو چارو وزارت باندې د الشباب ډلې برید
د سومالیا په کورنیو چارو وزارت باندې د الشباب ډلې برید

د سومالیا پر کورنیو چارو وزارت د شنبې د ورځې په برید کې لږ تر لږه نهه تنه وژل شوي او پولیسو په متقابلو ډزو کې درې بریدگر وژلي دي.

پدغه مرگوني برید کې لږ تر لږه ١٣ کسان ټپیان شوي چې په کې د سومالیا د کورنیو چارو وزارت کارکوونکي شامل دي.

د سومالیا د پولیسو مقاماتو ویلي چې دغې نښتې شاوخوا دوه ساعته دوام وکړ. د الشباب وسله والې ډلې ادعا کړې چې برید هغوي کړی.

برید د سومالیا د کورنیو چارو وزارت دروازې ته نږدې په یو ځانمرگي بمي چاودنه پیل شو. د کورنیو چارو وزارت د جمهوري ریاست ماڼۍ ته نږدې موقعیت لري.

یو شمیر کسان چې اکثر یې دولتي کارکوونکي وو په ودانۍ کې گیر پاتې وو او د عیني شاهدانو په ونیا په وژل شویو او ټپي شویو کسانو کې د دولت کارکوونکي شامل دي.

د الشباب ترهگره ډلې چې د القاعده شبکې سره تړاو لري د څو کلونو راهیسې یې په سومالیا او خاصه توگه په مگدیشو کې د بریدونو مسولیت منلی دی.

دغه ډله د ٢٠١٧ کال په اکتوبر کې په سومالیا کې د منفجره توکو ډکې لارې نه استفادې یوه حمله وکړه چې څه د پاسه ٥٠٠ کسان په کې ووژل شول. دا برید د سومالیا په معاصر تاریخ کې تر ټولو مرگوني حمله وه.

XS
SM
MD
LG