د لاس رسي وړ اتصالات

نړیوال بانک: د افغانستان د ۲۸۰ میلیون کنګل شویو ډالرو په لیږد توافق وشو


دغه پیسې به د ملګرو ملتونو د پروګرامونو د لارې ولګول شي.
دغه پیسې به د ملګرو ملتونو د پروګرامونو د لارې ولګول شي.

نړیوال بانک د جمعې په ورځ ډسمبر ۱۰ (لیندۍ۱۹) اعلان وکړ چې د افغانستان د بیارغونې د صندوق مالي ملاتړ کوونکو د افغانستان د کنګل شویو پیسو څخه ۲۸۰ میلیون ډالر په افغانستان کې د روغتیا د نړیوال سازمان (WFP) او د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (یونسیف) ته د روغتیایي او خواړو د پروګرامونو د ملاتړ لپاره ولیږدوي.

د نړیوال بانک په اعلامیې کې راغلي چې د دې ۲۸۰ میلیون ډالرو څخه ۱۸۰ میلیون یې د خواړو نړیوال پروګرام او ۱۰۰ میلیون به یې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې ته د روغتیایي خدماتو لپاره ورکړل شي.

اعللامیه وایي: "دا د افغانستان د بیارغونې د صندوق د پیسو څخه د ګټې اخیستو لپاره لومړنی ګام دی چې پدې مهم وخت کې د افغانستان د ولس سره بشري مرستې وشي".

په اعلامیې کې همدرانګه ویل شوي چې د افغانستان د بیارغونې د صندوق پدې پیسو به د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو اداره وکړی شي په افغانستان کې د شاوخوا ۱۲.۵ میلیون کسانو لپاره اساسیي روغتیایي خدمات برابر کړي او د خوراک نړیوال پروګرام به پدې پیسو ۲.۷ میلیون کسانو ته خوراکي مواد ورکړي او ۸۴۰ زرو میرمنو او ماشومانو ته به د تغذیې امکانات برابر کاندي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پروګرامونو سره دا مرستې پداسې حال کې کیږي چې د طالبانو د راتګ نه وروسته د افغانستان اقتصاد تقریباً ړنګیدو ته نږدې شوی او د افغانستان ۲۳ میلیونه وګړي پداسې حال کې د خوراکي او روغتیایي موادو د کمښت سره مخ دي چې د ژمي موسم هم را روان دی او ۹ میلیونه نور د قحطۍ سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو پروګرامونو ته د دې پیسو انتقال پداسې بڼه کیږي چې په طالبانو د امریکا د متحده ایالاتو د بندیزونو سره په ټکر کې رانشي.

د روان میلادي کال د اګست په ۱۵ نیټه پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو وروسته د امریکا متحده ایالتونو او یو شمیر نورو غربي هیوادونو د افغانستان ۹.۵ میلیارده ډالره شتمني کنګل او د طالبانو لاسرسی یې ورته بند کړ، هغه اقدام چې د جګړه ځپلي افغانستان اقتصادي حالت یې نور هم خراب کړ.

امریکایي چارواکو ویلي دي چې اروپايي هیوادونو هم د افغانستان دوه میلیارده ډالره شتمني کنګل کړې ده.

پر دې سربیره نړیوال بانک په افغانستان کې د پراختیایي پروژو تمویل بند کړی، د پیسو نړیوال صندوق هم هغه ۴۵۰ میلیونه ډالره چې ټاکل شوې وه د افغانستان حکومت ته وسپارل شي، ځنډولې، جرمني هم اعلان کړی هغه ۳۰۰ میلیون ډالر مرسته چې ټاکل شوې وه د افغانستان حکومت ته وسپارل شي، نه لیږدول کیږي.

XS
SM
MD
LG