د لاس رسي وړ اتصالات

اتمر او خلیلزاد په بین الافغاني مذاکراتو کې د پرتو خنډونو په اړه خبرې کړي


ټولو لورو د وروستیو تحولاتو او په دوحه کې په روانو بین الافغاني مذاکراتو کې د پرتو ګواښونو په اړه خبرې کړي دي.
ټولو لورو د وروستیو تحولاتو او په دوحه کې په روانو بین الافغاني مذاکراتو کې د پرتو ګواښونو په اړه خبرې کړي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چاور وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره د افغانستان د سولې اړوند وروستیو پرمختګونو او ننګونو په اړه خبرې کړي دي.

د بهرنیو چارو وزارت نن جمعه جنورۍ ۸ (مرغومې ۱۹) ویلي د ویډیو کنفرانس له لارې دغه خبرې چې تېره شپه تر شوې په کابل کې د امریکا سفیر راس ویلسن هم پکې و.

د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې: "په هغه ناسته کې چې په کابل کې د متحده ایالاتو د شارژدافیر راس ولسن هم په کې برخه اخیستې وه، دواړو لوریو په دوحه کې د سولې د روانو خبرو اترو په اړه د وروستیو پرمختګونو او ننګونو په اړه خپل نظرونه سره شریک کړل."

بیان وايي چې دواړو لورو د سولې دوهم پړاو مذاکراتو څخه د نړیوالې ټولنې د ملاتړ پر زیاتوالي او د دغه بهیر د بریالیتوب په اړه یې د کابل او واشنګټن د ګډو هڅو په اړه نظرونه سره شریک کړل.

د بهرنیو چارو وزیر په سوله ییز ډول د افغان شخړې د هواري په برخه کې د امریکا متحده ایالاتو هڅې ستایلې او د افغان سول بهیر څخه یې د نړیوالې ټولنې پر پراخ ملاتړ ټینګار کړی دی.

بیان وایي چې زلمي خلیلزاد د سولې دوهم پړاو خبرو پیلېدو باندې خوښي ښودلې او له دغه بهیر څخه یې د امریکا متحده ایالاتو د هر اړخیز ملاتړ ډاډ ورکړ.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت مذاکراتي پلاوی د بین الافغاني مذاکراتو د دوهم پړاو لپاره د تیرې چهارشنبې په ورځ دوحې ته لاړ.

د معلوماتو په اساس ټاکل شوې د افغان حکومت او طالبانو د مذاکراتي ټېمونو ترمنځ د دوهم پړاو خبرې سبا شنبه پیل شي.

زلمي خلیلزاد روانه اونۍ په کابل کې د ملي مصالحې عالي شورا له مشر ډاکتر عبدالله عبدالله سره لیدنه کې ویلي و چې له رامنځته شوي فرصت نه باید د جګړې پای ته رسېدو او سولې ټینګېدو لپاره زیاته ګټه واخیستل شي.

هغه همدارنګه په افغانستان کې د تاوتریخوالی زیاتوالی د نه منلو وړ بللی او پر کمولو یې ټينګار کړی و.

XS
SM
MD
LG