د لاس رسي وړ اتصالات

پر میوند قول اردو وسله وال ډله ایز برید پای ته ورسید


د "شوراب" په پوځي اډې کې د افغان پوځیانو تمرینونه - ارشیف
د "شوراب" په پوځي اډې کې د افغان پوځیانو تمرینونه - ارشیف

د هلمند ولایت چارواکي وایي د میوند پر ٢١٥ قوا اردو وسله وال برید د جمعې ورځې (کب ١٠) په ماښام لږ تر لږه ٢٠ تنو بریدگرو په وژل کیدو پای ته ورسید.

د هلمند ولایت د رسنیو دفتر وایي پدغو ترهگرو وسله والو کې ځانمرگي بریدگر هم شامل وو چې څلور تنه یې په لومړیو شیبو کې او څلور تنه نور یې د برید په وروستیو شیبو کې ووژل شول.

دغه مقام دا هم ویلي دي چې په جگړه کې پنځه افغان پوځیان وژل شوي او ١٢ نور ټپیان شوي دي.

امنیتي ځواکونه لا هم په سیمه کې پر چاڼ او تصفیې بوخت دي.

د میوند ۲۱۵ قول اردو د هلمند په واشیر ولسوالۍ کې د "شوراب" په نامه پوځي اډې کې میشت ده. پدې اډه کې د افغان امنیتي ځواکونو سربیره بهرني سرتیري هم شته.

د افغانستان دفاع وزارت د جمعې په ورځ دا برید تائید کړی و او رسنیو ته په یوې لېږل شوې اعلامیه کې یې ویلي وو چې ۱۲ تنو وسله والو د شپې دوې بجې پر ښوراب پوځي اډه یو پېچلی برید کړی دی.

دفاع وزارت ویلي وو چې بریدګر د افغان سرتېرو لخوا محاصره شوي او زیاته کړې یې وه چې په جګړه کې تلفات اوښتي خو کره شمیر یې نه و ښودلی.

په سیمه کې یو شمېر امنیتي سرچینې بیا وايي چې په دغه برید کې د ګارنېزون د قوماندان ډګرول معراج په ګډون ۱۹ افغان سرتېري وژل شوي‌ او څلور تنه نور ټپیان شوي دي.

دغه سرچینې له امریکا غږ سره خبرو کې د حمله کوونکو شمیر ۷ تنه ښودلی و ، خو د هلمند ولایت مطبوعاتي دفتر بیا د حمله کوونکو شمیر ۹ تنه ښودلی او زیاته کړې یې وه چې ټول بریدگر د افغان سرتېرو لخوا وژل شوي دي.

د هلمند مطبوعاتي دفتر په دغه برید کې د ۲۱۵ میوند قول اردو د ګارنېزیون د قوماندان ډګروال معراج د وژلو اوازې هم رد کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG