د لاس رسي وړ اتصالات

د روسیې په یو نظامي مرکز په برید کې ۱۱ تنه وژل شوي


د روسیې د دفاع وزارت وایي د پخواني شوروي اتحاد د یو غړي هیواد دوو وسله والو د هغو داوطلبانو په مرکز چې په اوکراین کې د جګړې لپاره روزل کیدل، برید کړی لږ تر لږه ۱۱ تنه یې وژلي دي.

د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې برید شنبه اکټوبر ۱۵ (تلې۲۳) د بیلګراد په سیمه کې شوی چې د روسیې او اوکراین تر منځ په ګډې پولې کې پروت دی.

په برید کې ۱۵ تنه ټپي شوي هم دي.

د روسیې دولتي خبري اژانسونو د دفاع وزارت په حوالې ویلي ، "د ګډو ګټو خپلواکو هیوادنو دوو اتباعو د اکټوبر په ۱۵مه د بلګراد په سیمه کې په لویدیځې نظامي حوزې کې د ترهګرۍ یو عمل کړی".


د دفاع وزارت ویلي چې ټپي شوي کسان روغتیایي مرکزونو ته د درملنې لپاره وړل شوي او دا یې هم ویلي چې دواړه برید کوونکي په ځوابي ډزو کې وژل شویدي.


وروسته تر هغه چې د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین وویل په اوکراین کې د جګړې لپاره تر ۳ سوو زرو پورې احتیاطي سرتیري برابروي، څه باندې ۲ سوه زره کسان د عسکرۍ خدمت ته جلب شوي.

د دې اعلان څخه وروسته د روسیې په ګڼ شمیر ښارونو کې مظاهرې شوي او د جلب او جذب په څو مرکزونو هم بریدونه شوي.

د روسیې جمهور رئیس ویلي و چې پدې ۳ زرو کې به هغه کسان شامل وي چې پخوا یې جبري نظامي خدمت کړی.

وروسته تر هغه چې د روسیې جمهور رئیس تر ۳۰۰ زرو پورې د احتیاطي سر تیرو جوړولو اعلان وکړ ګڼ شمیر روسي سړي چې په عمر پوځ کې د شاملیدو وړ دي په الوتکو او موټرو کې د هیواد څخه بهر ووتل.
ها خوا بیا جرمني ویلي هغو روسانو ته چې په پوځ کې د جلب کیدو څخه تښتي او دې هیواد ته ورځي، قضیو ته یې په کتو پناه به ورته ورکړل شي.

د دې هیواد د کورنیو چارو وزیرې ننسي فایزر هغوي چې د عسکرۍ څخه تښتي او د جدي عواقبو د ګواښ سره مخ دي کولی شي د قانون له مخې په جرمني کې د نړیوال خوندیتوب غوښتنه وکړي.

میرمن فایزر د جرمني یوې ورځپاڼې سره په مرکې کې وویل، " هر هغه څوک چې په زړه ورتیا سره د پوتین د رژیم مخالفت کوي او له همدې کبله د خطر سره مخ کیږي، کولی شي چې د سیاسي تعقیب کیدو پر اساس د پناه غوښتنه وکړي

XS
SM
MD
LG