د لاس رسي وړ اتصالات

هلمند کې پر دودیزې مېلې برید ۲۳ ملکي وګړي وژلي


د هلمند ولایت ولایت مقام وايي، د یاد ولایت د سنګین ولسوالۍ په زوړ بازار سیمه کې د طالبانو په توغندیزو بریدونو او موټر بم چاودنه کې ۲۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان شوي دي.

ولایت مقام نن دوشنبه جون۲۹(چنګاښ۹) په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې په دغه چاودنه کې دوه وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي:"نن سهار شاوخوا نهه بجې د سنګين ولسوالۍ زوړ بازار سيمه کې پر دوديز ميله بازار د دښمن لخوا لومړی څلور توغنديز بريدونه شوي ورپسې همالته موټربم کې ځای پر ځای شويو توکو چاودنه کړې ده، چې په ترڅ کې يې د ولسي سرچينو د لومړنيو معلوماتو پر بنسټ دوه وسله وال طالبان وژل شوي، ۲۳ تنه ملکي وګړي شهيدان او شاوخوا ۱۵ تنه نور زخميان دي."

د هلمند ولایت مقام ویلي چې طالبانو د ملکي خلکو کورونو ته نژدې د بهرنیو وسله والو په همکارۍ موټر بمونه او توغندۍ جوړولې چې د خپلو توغندیزو بریدونو له امله پر چاودنه شوې ده.

په اعلامیه کې راغلي چې په دغوو چاودنو کې ګڼ شمېر څاروي هم له منځه وړل شوي.

پېښه نن دوشنبه جون۲۹(چنګاښ۹) لس بجې رامنځته شوې ده.

د پېښې سیمه د ولسوالۍ د مرکز په یوه څنډه کې موقعیت لري چي د چارواکو په وینا نه دولت او نه هم پکښې طالبان حضور لري.

په ورته وخت کې د پېښې عیني شاهدان وايي چې د جمعه بازار په نوم په یوه کتلوري سوداګریز بازار کې ولسي خلک په راکړه ورکړه باندي بوخت وو چي په منځ کې يې څو توغندۍ لګېدلي.

د پېښې له سیمې څخه په لیرې فاصله کې د ملي پوځ یو مرکز فعالیت لري او لاهم سیمې ته امنیتي کسان نه دي رسیدلي.

دا له پرون ورځي راهیسې د ملکي مرګ ژوبلي دوهمه پېښه ده چي رامنځ ته کيږي.

تېره ورځ ناوخته هم د هلمند په واشېر ولسوالۍ کې د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې ۸ ولسي خلګ وژل شوي وو.

تر اوسه د دولت مخالفو وسله والو طالبانو د سنګین ولسوالۍ د نننۍ پېښي په اړه کومه تبصره نه ده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG