د لاس رسي وړ اتصالات

لویې څارنوالۍ د دوستم-ایشجي دوسیه محکمې ته استولې


د جوزجان پخواني والي احمد ایشچي د افغانستان د جمهوررئیس په دوهم مرستیال باندې د جنسي زورونې تورونه لګولي چې ښاغلي دوستم رد کړي
د جوزجان پخواني والي احمد ایشچي د افغانستان د جمهوررئیس په دوهم مرستیال باندې د جنسي زورونې تورونه لګولي چې ښاغلي دوستم رد کړي

د افغانستان لویه څارنوالۍ وايي چې د افغانستان د جمهور رئیس د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم او د جوزجان د پخواني والي احمد ایشچې دوسیه بشپړه شوې او دغې څارنوالۍ یوه میاشت وړاندې د افغانستان سترې محکمې ته استولې ده.

د افغانستان د لویه څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي امریکا غږ ته وویل، چې دغې څارنوالۍ دا دوسیه په بشپړه بیطرفۍ سره پلټلې او د افغانستان د دریو سیاسي ډلو ترمنځ د نوي ائتلاف له جوړیدو وړاندې یې سترې محکمې ته د نورو اجرااتو لپاره استولې ده.

ښاغلي رسولي وویل " دا دوسیه د پلټنو د پلاوي له خوا د لازمو پلټنو د ترسره کیدو وروسته نږدې یوه میاشت وړاندې د ۱۳۹۶ کال جوزا د میاشتې په ۲۲ ورځ محکمې ته سپارل شوې ده، لکه څنګه چې تیره ورځ د افغانستان جمهور رئیس د لویې څارنوالۍ په خپلواکۍ او بیطرفۍ باندې ټینګار کوه، لویې څارنوالۍ هم د هرډول قومي، حزبي او سیاسي اړیکو څخه لرې د قضیو د پلټنې په اړه قانونې اقدامات لرل تر څو عدالت او انصاف پلی شي".

ښاغلي رسولي وویل چې لویه څارنوالۍ د هیواد سیاسي مسلو ته د پاملرنې پرته او په هیواد کې نوي سیاسي ائتلاف د جوړیدلو وړاندې دا دوسیه په بشپړه بیطرفۍ سره بشپړه کړې او محکمې ته یې استولې ده.

د افغانستان د لویې څارنوالۍ ویاند د افغانستان سترې محکمې ته د جنرال عبدالرشید دوستم د دوسیې د لیږلو خبر په داسې حال کې ورکړی، چې تیره ورځ په کابل کې د امریکا د سفارت شاردافیر سفیر هوګو لارنس خبریالانو سره په خبرو کې د جنرال دوستم او احمد ایشجي د قضیې د پلټنو د دوام غوښتنه کړې ده.

سفیر هوګو لارنس وویل چې د جنرال دوستم قضیې ته سیاسي او قومي بڼه ورکول د قاتون حاکمیت او سولې او ثبات ته زیان رسوي.

سفیر هوګو لارنیس د افغانستان د جمهور رئیس د لومړي مرستیال پر خلاف د جنسي تیري تورونه ډیر جدي وبلل او ویې ویل د دغو تورونو پلټنه د لوی څارنوال او نورو عدلي او قضایي ادارو د چاروکو ترنږدې څانې لاندې غور ته اوتیا لري.

سفیر هوګو لارنیس وویل " روان حقوقي بهیر د افغان حکومت د قانون حاکمیت او د بخښنې د کلتور سره د مبارزې څرګندونه کوي او هم دا افغانانو او نړیوالۍ ټولنې ته دا پیغام ورکوي چې هیڅوک، هیڅوک له قانون څخه پورته نه دی.".

په عین وخت کې سفیر هوګو لارنیس وویل چې جنرال عبدالرشید دوستم د نورو افغانانو په څیر د شفافي او د خپلې بې ګناهۍ د اثبات لپاره د ټولو حقونو څخه برخمن دی.

سفیر هوګو لارنیس وویل " بیا وایم په کار ده چې دې ته په بشپړه توګه د یوې حقوقي قضیې په توګه وکتل شي، د قضیې د سیاسي کولو هره هڅه او یا د قومي تاوتریخوالي لپاره کارول یې په افغانستان کې د قانون حاکمیت او سولې ته زیان رسوي. زه په دې باور یم چې افغان چارواکي باید دا قضیه پرمخ بوځي او تر سیاسي فشارونو لاندې رانه شي، عادلانه او خپلوک عدلي او قضایي سیستم د یوې دیموکراتیکي ټولنې اساس دی ".

په کابل کې د امریکا د سفارت ځانګړي شاردافیر سفیر هوګو لارنیس وویل،هغوی چې عامه باور څخه سرغړونه کوي، افغانان د دې حق لري چې حساب ورکونې ته د هغوی د چمتو کولو غوښتنه وکړي.

د سفیر هوګو لارنیس، له څرګندونو وړاندې د افغانستان جمهوررئیس محمد اشرف غني هم د یکشنبې په ورځ د جنرال دوستم او احمد ایشچي دوسیې په اړه وویل چې د افغانستان لویه څارنوالۍ په ډیره خپلواکۍ سره دا قضیه پرمخ وړي. جمهوررئیس غني وویل چې جنرال دوستم د علاج لپاره د افغانستان د لوی څارنوال په اجازه ترکیې ته تللی دی.

XS
SM
MD
LG