د لاس رسي وړ اتصالات

د نړیوال جام پای لوبه : شرما لوبغاړي مو چمتو دي خو کمینز بیا تماشه چیان د هند لپاره ستره ګټه بولي


ټاکل شوې چې د ۲۰۲۳ کرکټ نړیوال جام په پای لوبې کې هند د اسټرالیا سره یکشنبه نومبر ۱۹ (لړم۲۸) د احمد آباد په لوبغالي کې مخامخ شي.

اسټرالیا پنځه او هند دوه ځلې د دې جام اتلولي ګټلې ده.

د هند د کرکټ ملي لوبډلې کپتان روحیت شرما چې لوبډلې یې په روانو سیالیو کې لس لوبې په پرله پسې توګه ګټلي، وایي چې د پای لوبې لپاره لوبغاړي چمتو دي.

ښاغلي شرما په خبري کنفرانس کې وویل چې د هرې لوبې وړاندې لوبغاړي آرام او چمتو وي او په پای لوبې کې هم په همدې مورال لوبغالي ته ورځي.

هغه زیاته کړه، " پوهیږو چې بیرون چاپیریال څه ډول دی. هیلې، فشار، انتقاد او نور څه. نو مهمه ده چې خپلو وړتیاوو ته دوام ورکړو او دا هغه څه دي چې د ټیم په توګه به یې وکړو".

اټکل شوی چې د هند – اسټرالیا تر منځ د پای لوبې کتلو لپاره به ۱۳۰ زره کسان د احمدآباد لوبغالي ته ورشي.

د اسټرالیا د لوبډلې کپتان پاټ کمینز هم وویل چې په لوبغالي کې د دومره ډیرو کسانو شتون یوه ستونزه ده.

ښاغلي کمینز په خبري کنفرانس کې وویل چې په لوبغالي کې به ډیری تماشه چیان د هند پلوي کوي خو تر څنګ یې دا هم وویل چې تر ټولو ډیره خوښي په همدې کې ده چې د خلکو دومره ډیر شمیر خلک یو دم غلي شي.

هغه زیاته کړه، " باید د پای لوبې هره برخه درک کړو. هلته به شور او د خلکو لیوالتیا ډیره وي خو باید پرې نښودل شي چې دا ډول حالت په تاسو اغیز وکړي".

هند د لومړي ځل لپاره د پنځوس اوریزه نړیوال جام اتلولي په ۱۹۸۳ کې ګټلې وه او په ۲۰۱۱ کال کې یې هم دا جام ګټلی و چې کوربه یې پخپله هند و.

خو په ۲۰۱۵ کال کې یې د دې جام په نیمه پای لوبې کې د اسټرالیا او په ۲۰۱۹ کې د نیوزلینډ په مقابل کې ماتې وخوړله.

همدارنګه دا اتم ځل دی چې د اسټرالیا د کرکټ ملي لوبډله د نړیوال جام نیمه پای لوبې ته اوځي او پنځه ځله یې اتلولي هم ګټلې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG