د لاس رسي وړ اتصالات

استرالیا د کرکټ د نړیوال جام اتلولي وګټله


استرالیا د نړیوال جام په پایلوبې کې هند ته ماتې ورکړه
استرالیا د نړیوال جام په پایلوبې کې هند ته ماتې ورکړه

استرالیا د یکشنبې په ورځ نومبر ۱۹ (لړم۲۸) د کرکټ د نړیوال جام په پایلوبې کې هند ته په ماتې ورکولو سره د نړیوال جام اتلولي وګټله.

استرالیا د ټراویس هیډ د ۱۳۷ منډو په واسطه د هند د ۲۴۱ منډو هدف په ۴۴م اورو کې پوره کړ او د نړیوال جام اتلولي یې وګټله.

د لوبې غوره لوبغاړی هم ټراویس هیډ شو.

د استرالیا لوبډلې کپتان د پچې له ګټلو وروسته کوربه هند ته د توپ وهنې بلنه ورکړه. هند د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره په ټاکلو ۵۰ اورونو کې استرالیا ته د۲۴۰ منډو هدف ټاکلی دی.

د هند په لوبډلې کې تر ټولو ډېرې منډې ۶۶ کې ال راهول وکړې او ویرات کوهلي په ۵۴ منډو اوټ شو. د هند لوبغاړو هاغسې چې د نړیوال جام په نورو لوبو کې ښه ځلېدلي وو او ډېرې منډې یې کړې وې، په پایلوبې کې د استرالیا خلاف یې هاغسې لوبه ونشوه کړای.

د هند کپتان روهیت شرما په ۴۷ منډو او د سر بل لوبغاړی شوبمن ګېل یې په څلورو منډو اوټ شول. په دوی پسې بل درېیم لوبغاړی شرییاس هم ژر او په څلورو منډو اوټ شو. که څه هم کوهلي او راهول ښه ملګرتیا وکړه، مګر استراليايي توپ اچوونکو پرېنښودل چې ډېر غټ هدف وټاکي.

د استرالیا تېز توپ اچوونکي میچل سټارک درې هندي لوبغاړي او د استرالیا کپتان پاټ کامینز او جاش هزلوټ دوه-دوه لوبغاړي اوټ کړل.

دا شپږم ځل دی چې استرالیا د کرکټ د یوې ورځنیو لوبو اتلولي ګټي. هند دوه ځلې ګټلې دي.

دا لوبه د نریندار مودي په نړیوال لوبغاړي کې کېږي، چې د څه باندې ۱۰۰زره ننداچیانو د ناستې ځای لري او په نړۍ کې تر ټولو لوی لوبغاړی بلل کېږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG