د لاس رسي وړ اتصالات

اسټرالیا د نړیوال جام نیمه پای لوبې ته ووتله


د اسټرالیا لوبډلې په کوراټر فاینل کې د انګلستان لوبډلې ته ماتې ورکړه او د ۲۰۱۸ جام د نړیوالو سیالیو نیمه پای لوبې یا سیمي فاینل ته ووتله.

په پرونۍ لوبې کې د اسټرالیا لوبډلې پخپل نوبت کې د انګلستان لوبډلې ته یوازې د ۱۲۷ رنزونو هدف ټاکلی و چې پوره یې نشو کړی.

د انګلستان ټول لوبغاړي د لوبې په ۲۴م اور کې وسوځیدل او یوازې ۹۶ رنزونه یې وکړل. د اسټرالیا ورو توپ اچونکي لیلوایډ پوپ د انګلستان اته لوبغاړي وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړي هم وټاکل شو.

اسټرالیا تر اوسه درې ځله د نولس کلنو ځوانانو د نړیوال جام اتلولي ګټلې.

د نړیوال جام په دویم پړاو یا کوارټر فاینل کې نن د پاکستان لوبډله د جنوبي افریقا د لوبډلې سره مخامخ کیږي. او سبا (چارشنبه) افغانستان د نیوزلینډ د لوبډلې سره لوبه کوي. دا دویم ځل دی چې د افغانستان لوبډله د نړیوال جام کوارټر فاینل ته لار پیدا کوي.

  • 16x9 Image

    عاشق الله رحیمزوی

    عاشق الله رحیمزوی د ۲۰۰۹ میلادي کال راپدیخوا د امریکا غږ د افغانستان د څانګې سره د راډیو، ویب پاڼې او  تخنیک په برخې کښې همکاري کوي. نوموړی د خبرو اترو د خپرونې تر څنګ د ځوانانو د اوونیزې خپرونې کوربه هم دی.
XS
SM
MD
LG