د لاس رسي وړ اتصالات

استرالیا مهاجر په درواغ ویلو تورن کړل


د مهاجرو مدافعین وایي استرالیا باید په پخپل سواحلو کې د توقیف کولو پالیسي بدله کړي
د مهاجرو مدافعین وایي استرالیا باید په پخپل سواحلو کې د توقیف کولو پالیسي بدله کړي

استرالیا یو شمیر مهاجر په دې تورن کړي چې د جنسي تیریو په هکله یې غلط رپوټونه ورکړي دي.

پداسې حال کې چې استرالیایي رسنیو د ناورو ټاپو د کډوالو په مرکز کې د جنسي تیریرو په هکله راپورونه خپاره کړي، استرالیايي چارواکي وایي چې د ارام سمندر په دې کمپ کې توقیف شويو مهاجرو په دې خاطر چې استرالیا ته واستول شي، د جنسي تیریو په اړه غلط معلومات ورکړي دي.

د استرالیا د گاردین ورځپانې لیکلي چې په تیرو دوو کالو کې د ناورو د ټاپو په توقیف ځای کې چې لگښت یې استرالیا ورکوي، د جنسي تیریو او بدني زورونو په گډون څه دپاسه د ٢٠٠٠ ناوړه پیښو رپوټ ورکړل شوی دی.

د استرالیا د مهاجرت د چارو وزیر پتر ډوټن وویل چې مهاجرو درواغ ویلي چې پر دوی جنسي تیري شوي دي. هغه یو ځل بیا خپلې پخوانۍ خبرې تکرار کړې او ویې ویل چې د مهاجرو مدافعینو، بندیان دې ته هڅولي چې پخپله ځانونو ته تاوان ورسوي او ځانونه وسوزوي.

د استرالیا د مهاجرت د سختو پالیسو له مخې هغه پناه غوښتونکي چې غواړي په بېړیو کې دې هیواد ته ورشي، د ناورو ټاپو په کمپ او همداشان د پاپوا نیوگیني د مانوس په ټاپو کې د پروسې د بشپړیدو په مقصد توقیف کیږي.

په دغو کمپونو کې د سختو حالاتو او په پرله پسې توگه پر ماشومانو باندې د تیریو د رپوټونو په وجه په استرالیا باندې د هیواد دننه او بهر سختې نیوکې کیږي. خو استرالیا ویلي چې د ناقانونه کډوالو په اړه به خپله تګلاره بدله نکړي. د مهاجرت اړوند دغه ډول سختې پالیسۍ د استرالیا ټولو حکومتونو یو د بل پسې تعقیب کړي دي.

د مهاجرو مدافعین وایي استرالیا باید په پخپل سواحلو کې د توقیف کولو پالیسي بدله کړي او باید پناه غوښتونکو ته روغتیایي او رواني اسانتیاوی برابرې کړي.

د ناورو د ټاپو د مهاجرو د مرکز د ماشومانو د ساتنې د چارو یو کارکونکی دا مطلق توهین گڼي چې گواکې د سرغړونو په اړه مهاجرو مقاماتو ته درواغ ویلي دي.

XS
SM
MD
LG