د لاس رسي وړ اتصالات

اسټرالیايي ویکس: 'هیلې' د طالبانو بند کې ژوندی وساتلم


 افغانستان د امریکايي پوهنتون دوه استادان اسټرالیايي ټیموټي ویکس او امریکايي کوین کینګ له دریو کلنو څخه د زیاتې مودې لپاره د طالبانو سره بندیان وو.
افغانستان د امریکايي پوهنتون دوه استادان اسټرالیايي ټیموټي ویکس او امریکايي کوین کینګ له دریو کلنو څخه د زیاتې مودې لپاره د طالبانو سره بندیان وو.

د افغانستان د امریکايي پوهنتون اسټرالیايي استاد ټیموټي ویکس د طالبانو د بند څخه د خوشې کیدو وروسته په یوه مرکه کې ویلي، چې د بند په سختو ورځو شپو کې "هیلې"دی ژوندی وساته.

دغه اسټرالیايي استاد، د افغانستان د امریکايي پوهنتون د یو بل امریکايي استاد کوین کینګ سره یو ځای طالبانو د تیر نومبر په میاشت کې د خپلو دریو لوړ پوړو بندیانو په بدل کې له دریو کلنو څخه د زیاتې مودې لپاره په بند کې د ساتلو وروسته خوشې کړل.

طالبانو دا دواړه استادان د ۲۰۱۶ کال د اګست په میاشت کې په کابل کې د افغانستان د امریکايي پوهنتون څخه بهر برمته کړي وو.

رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، ښاغلي ویکس، له خلاصون وروسته په لومړي ځل د اسټرالیا په پایتخت سیډني کې د "اې بي سي" په نوم اسټرالیايي تلویزیوني خپرونې سره په مرکه کې د خبرو پر مهال په څرکند ډول احساساتي معلومیده.

هغه وویل " اوږد او له کړاونو ډک وضعیت" پرې ژوره اغیزه کړې ده.

ښاغلي ویکس وویل " په وار وار ما دا احساسوله، چې زه مړکیږم او زه به هیڅکله د هغوی سره د لیدلو لپاره، چې ورسره مینه لرم بیرته ستون نشم".

ښاغلي ویکس زیاته کړه " خو د خداي په اراده، زه دلته یم. زه ژوندی یم او خوندي یم او زه ازاد شوی هم یم. له دې څخه پرته په دې نړۍ کې زه بل شي ته اړتیا نلرم".

هغه وویل، چې که څه هم په بند کې پاتې کیدل یې له تمې څخه ډیر وخت واخیست،خو د بند په موده کې هیڅکله ناهیلی شوی نه وو.

ښاغلي ویکس وویل " که ته هیله له لاسه ورکړي، ستا لپاره ډیر لږ څه پاتې کیږي".

په افغانستان کې د اوږدو کلنو لپاره سړي تښتونه د یو سترې ستونزې په توګه پاتې ده.

د سړي تښتونې اکثره قربانیان افغانان دي، چې د سړي تښتوونکو د جنايي ډلو له خوا د پیسو ترلاسه کولو لپاره تښتول کیږي.

رویټرز آژانس وايي، چې د دې سربیره بهرنیان هم د سیاسي اهدافو لپاره په دغه هیواد کې تښتول کیږي.

پنځوس کلن ټیموټي ویکس، د پنجشنبې په ورځ اسټرالیا ته له ستنیدلو وروسته ویلي، چې باور یې دادی، چې د هغه او د افغانستان د امریکايي پوهنتون د بل امریکايي استاد کوین کینګ د خلاصون لپاره د امریکا د بحري ځواکونو په ګډون شپږ ځلې هڅې شوې وې.

ښاغلي ویکس وویل " مونږ شاوخوا دوه بجې سهار له خوبه را ویښ کړی شو او مونږ یې دننه تونل ته داخل کړو. زمونږ ساتوونکو راته وویل، چې داعشیان راغلي وو. ما له هغه وخت راهیسې دا زده کړل، چې زه باور لرم دا د امریکا بحري ځواکونه وو، چې زمونږ د خلاصولو کولو لپاره راتلل".

هغه وویل، دی او د ده بل ملګري سره چلند هغسې وو، چې تمه یې لرله.

دوی یو او بل ځای ته لیږدول کیدل او کله کله به په تیارو ځایونو کې هم ساتل کیدل.

ښاغلي ویکس وویل، چې هغه خپل ساتونکو څخه، چې پر دوی به یې پیره کوله نفرت نلري.

ښاغلي ویکس وویل " ډیر خلک دا نه قبلوي، خو زما لپاره هغوی عسکر وو او عسکر د خپلو قومندانانو امر اطاعت کوي، هغوی بل انتخاب نلري".

هغه وویل، چې یو شمیر پیره داران زړه سواندې او ډیر مینه ناک خلک وو.

XS
SM
MD
LG