د لاس رسي وړ اتصالات

د پولیو په مخنیوي کې د ولسي خلکو په مرستې ټینگار


پکتیکا کې روغتیايي مسوولین له ځايي خلکو او کوچي مسافرو څخه غواړي چې د سفر پر مهال د پولیو ضد واکسین ته جدي پاملرنه وکړي. دوی وايي د پولیو ساري ناروغۍ ویروس له دې لارې په چټکۍ او اسانۍ انتقالیږي.

د پکتیکا ولایت د عامې روغتیا ریاست د پولیو اړوند د عاجلې څانګې مشر محمد نور، له ټولو مسافرو په ځانګړي ډول له کوچيانو څخه د مسافرت پر مهال ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین تطبیق ته د بشپړې پاملرنې غوښتنه کوي.

ښاغلی محمد نور وایي: "له ټولو مسافرو څخه په خورا درنښت هیله کوو چې د سفر پر مهال خپل ماشومان د باډر پر سر د پولیو ناروغۍ پر ضد واکسین کړئ، زمونږ رضاکار ټیمونه همیشه د دوی په خدمت کې دي".

قومي مشر حاجي عبدالعزیز، ماشومانو ته د فلج ضد واکسین ورکول اړین او ضروري بولي. نوموړی وایي چې اوس په ټولنه کې د واکسین په اړه د خلکو ذهنیت مثبت لور ته بدل شوی: "لکه څومره چې پلار حقدار دی همدومره اولاد هم حق لري، لکه څومره چې اولاد د تعلیم حق لري همدومره د سالم صحت حق هم لري".

ښاغلی فضل چې یو واکسیناتور دی، له خلکو غواړي چې د مسافرت پر وخت دې ماشومان د پولیو ساري ناروغۍ پروړاندې حتماً واکسین کړي "زمونږ کوچیان او نور مسافر وروڼه چې په باډر اوړي یا را اوړي، هلته ټیمونه شته دوی باید تلوار ونه کړي او ماشومانو ته باید د پولیو ضد دوه څاڅکې واکسین ورکړي چې دا د ماشومانو حق هم ده".

پکتیکا د افغانستان یو له پراخو او سرحدي ولایتونو څخه ګڼل کیږي، چې له گاونډي هیواد پاکستان سره د ۳۶۵ کیلو مترو په شاوخوا کې ګډه پوله لري، په دې ولایت کې انګوراډه، زرمیلن، قمرالدین باډر او شکین هغه بېلا بېلې لارې دي چې د سرحد بلې غاړې ته خلک پرې تګ راتګ کوي.

د مسافرو د تګ راتګ دغه ټولې لارې د برمل له ولسولۍ سره شاوخوا واقع دي، چېرته چې د روان ۲۰۱۹ مېلادي کال د اکتوبر میاشت کې د پولیو دوه مثبتې پېښې هم رامنځته شوې دي. د یادولو ده چې په ۲۰۱۶ مېلادي کال کې د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د پولیو ۷ مثبت پیښې ثبت شوې وې.

د روغتیايي مسوولینو په وینا د ویروس د شتون له کبله ممکن په دې سیمه کې نور ماشومان هم د ګوزڼ په ناروغۍ اخته شي.

XS
SM
MD
LG