د لاس رسي وړ اتصالات

دایکندي کې د واورې ښوېدو او د لارو بندېدو له امله ۲۱ تنه مړه شوي


د دایکندي سیمه‌ییز چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې د واورې ښوېدو او د لارو د بندېدو له امله ۲۱ تنه مړه شوي دي.

د دایکندي ولایت د طبیعي پېښو سره د مبارزې رئیس اسدالله سروري امریکا غږ ته وویل، چې د سې‌شنبې ورځې راهیسې د دغه ولایت په مختلفو ولسوالیو کې د واورې ښوېدو ۳۱ پېښې ثبت شوي دي.

هغه زیاته کړه: "په خواشینۍ سره چې تر اوسه ۲۱ تنه شهیدان لرو او اوه تنه ورک دي، چې په خواشینۍ سره د دوی د ژوندي پاتې کېدو احتمال هم نشته".

ښاغلي سروري وویل، په قُربانیانو کې لس تنه د یوې کورنۍ غړي شامل دي، چې نن سهار د دایکندي ولایت د میرامور ولسوالۍ په لرګر سیمه کې د واورې ښوېدو له امله مړه شوي دي.

د سروري پر وینا، چې شپږ تنه نور د واورې ښوېدو په پېښو کې ټپیان شوي او دوه حاملې ښځې د لارې د بندېدو له امله مړې شوې دي.

د دایکندي د طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست په دغه ولایت کې بیړنی حالت اعلان کړی دی. د دغه ریاست د معلوماتو په اساس د دایکندي له مرکز، ولسوالیو او ګاونډیو ولایتونو سره ۹۰ فیصده مواصلاتي لارې د درنې واورې ورېدو له امله تړل شوي دي.

ښاغلي سروري زیاته کړه، چې د طبیعي پېښو له امله په دغه ولایت کې ۵۰ کورونه ویجاړ شوي، څو جریبه کرنیزه ځمکه له منځه تللې او لسګونه څاروي مړه شوي دي.

د دایکندي د ولایتي شورا غړې سیما محمدي امریکا غږ ته وویل: "شدید بارانونه چې شوي، واورې یې نرمې کړي دي او د ګواښونو او انساني تلفاتو د زیاتېدو احتمال ډېر دی".

همدا شان د دایکندي او بامیان ولایتونو په مسیر کې د شاتو، قوناق او کرمان په کوتلونو کې د پرله پسې واورې ورېدو او توپانونو امله د مسافرو لسګونه موټر بند پاتې دي.

په بامیان کې د واورې ورېدو وروسته توپان پیل شوی دی
په بامیان کې د واورې ورېدو وروسته توپان پیل شوی دی

نعیم احمدي په نوم يو مسافر چې په سیمه کې ایسار دی امریکا غږ ته وویل: "د شاتو په کوتل کې د مسافرو اوه موټر بند پاتې دي، توپان دی سرک هره شېبه بندېږي وضعیت ډېر خراب دی".

د بامیان د طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست هم ویلي، چې په تېرو درېیو ورځو کې د دغه ولایت په ورس او یکاولنګ ولسوالیو کې د یوې ښځې په ګډون دوه تنه د واورې ښوېدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د دایکندي او بامیان د طبیعي پېښو سره د مبارزې مسولینو د لارو د پرانیستلو لپاره عمومي حشر پیل کړی، خو ددوي پر وینا په سیمه کې شدید توپانونه د کار د مخنیوي لامل شوی دی.

XS
SM
MD
LG