د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: د افغانستان آینده نا معلومه ده 


د افغانستان بشري وضعیت
د افغانستان بشري وضعیت

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي‌ کمیشنرۍ خبرداری ورکړی چې د بشري او اقتصادي وضعیت په وجه به په افغانستان کې د جګړو په پرتله زیات خلک ژوند له لاسه ورکړي.

د بشري حقونو عالي‌ کیېشنرې څو ورځې مخکې د افغانستان پلازمینې کابل ته یو ورځنی سفر درلود؛ هغې دا پیغام پداسې حال کې طالب واکمنانو ته ورساوه چې د ټولو افغانانو بشري حقونو ته په درناوي یې ټینګار وکړ.

آغلې بچلیټ وویل چې له اقتصادي، بشري او د بشري حقونو له کړکیچ څخه د وتلو لپاره د لارو چارو موندل عمده مسئله ده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي‌ کمیشنرۍ ویاندې لیز تروسیل امریکاغږ ته وویل چې میرمن بچلیټ د هغو پراخو کړکیچونو نه د وتلو لپاره چې افغانستان ورسره مخامخ دی په چارو کې په ټولشمولیت ټینګار وکړ.

میرمت تروسیل زیاته کړه چې عالي کمیشنرۍ طالب مقاماتو ته وویل چې هغه ټولنې پایدارې او سوله ییزې دي چې خپل خلک د مشکلاتو د حل د یوې برخې په توګه ګڼي نه دا چې هغوی دښمنان وګڼي او ویې ځپي.

ملګرو ملتونو په یو رپوټ کې ویلي چې د افغانستان د نفوس شاوخوا ۲۲ میلیون وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري. همداشان وایي چې پدې هیواد کې له هرو دریو تنو څخه یو یې د سختې لوږې سره مخامخ دي. دوه میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ سره مخامخ دي او څه دپاسه درې نیم میلیون وګړي دننه په افغانستان کې بیځایه شوي.

مرستندویه ټولنې رپوټ ورکوي چې ښځې او نجونې په ځانګړې توګه له خطر سره مخامخ دي او حفاظت ته اړتیا لري.

میرمن تروسیل همداشان وویل چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنرې د یو شمیر خلکو سره کتلي او د هغوی اندیښنې یې اوریدلي دي. هغه وایي د میرمن بچلیټ سره په کتنو کې افغانو ښځو په دې هیواد کې د هغوی په وړاندې د بې عدالتۍ په ضد د خپلې مبارزې په اړه څرګندونې کړي او ورته یې ویلي چې دوی غواړي هغه لاسته راوړنې چې د طالبانو دمخه یې په تیرو دوو لسیزو کې ترلاسه کړي، بیرته خپلې کړي.

میرمن تروسیل وویل: «هغوی [افغان میرمنې] غواړي د بیان ازادي ولري، سوله ییزې غونډې وکړي، د غچ اخیستنې څخه خلاصې وي، په سیاست کې د ګډون وړتیا ولري، د روغتیايي کارکوونکو په توګه وروزل شي او البته چې زده کړې وکړای شي.»

د طالبالنو نوي واکمنان وایي هیله لري چې وکړای شي د همدې میاشتې په وروستیو کې د نجونو ښوونځي پرانیزي. کله چې دغه ډله په ۱۹۹۰ لسیزه کې واکمنه وه نجونو ښوونځیو ته د تللو اجازه نه درلودله او ښځو د یو محرم د ملتیا پرته له کور نه د وتلو حق نه درلود.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنرۍ د خپل سفر په پای کې د نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل چې بندیزونه اسان او [د افغانستان] شتمنۍ ازادې کړي.

آغلې بچلیټ وویل چې دا مهم اقدام به ددې سبب شي چې د افغانستان اقتصاد بیرته په ټوکیدو شي او د میلیونونو افغانانو رنځ پای ته ورسیږي.

XS
SM
MD
LG