د لاس رسي وړ اتصالات

د بحرین سلطنتي بشري بنسټ له افغان زلزله ځپلو سره یو میلیون ډالر مرسته کوي


افغان زلزله ځپلې کورنۍ
افغان زلزله ځپلې کورنۍ

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د بحرین د سلطنتي بشري بنسټ (RHF) سره افغان زلزله ځپلو ته د مرستې رسولو په هدف د یو میلیون امریکايي ډالرو تړون د لاسلیک کېدو خبر ورکړ.

د دغې کمېشنرۍ په اعلامیه کې راغلي د یاد تړون په اساس چې په کابل کې لاسلیک شوی دی، د بحرین سلطنتي بشري بنسټ د افغانستان په جنوب ختیځ کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د مرستې رسوونې د هڅو ملاتړ کوي.

دغه سیمې د روان کال د جون پر ۲۲مه د مرګونې زلزلې شاهدې وې، د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، په دغې زلزله کې څه باندې ۱۰۰۰ کسان مړه او ۳۰۰۰ نور ټپيان شول.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ استازي لیونارد زولو ویلي: "دغه سخاوتمندانه مرسته به د افغانستان په جنوب ختیځ په درې اغېزمنو ولسوالیو، د پکتیکا په ګیان او بل مل او خوست په سپیرې ولسوالیو کې د زلزله ځپلو لپاره د کورنو په جوړولو، د حفاظتي خدماتو، د بېړنیو اړتیاو پوره کولو او مرستې رسولو په برخه کې مرسته وکړي."

د بحرین د سلطنتي بشري بنسټ مشر ډاکتر مصطفی السید هم ویلي چې دغه مالي مرسته په ټوله نړۍ کې د سلطنتي بشري بنسټ د هڅو په دوام تر سره کیږي. هغه ویلي د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري، هغه بنسټ دی چې بشري مرستې په زیات سرعت سره چې هر ځای اړتیا وي وړاندې کوي.

افغانستان په تیرو څلورو لسیزو کې د جګړو او طبیعي پېښو له امله سخت زیانمن شوی چې له امله په میلیونونه اوسېدونکي له قحطۍ او لوږې او له خپلو سیمو څخه بېځایه کېدو سره مخامخ شوي دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویلي چې د دوی د معلوماتو په اساس ۲۴ میلیون افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو دغه ادارې همدارنګه ویلي چې اوس مهال په افغانستان کې ۳.۵ میلیون کسان د جګړو او همدارنګه ۱.۶ میلیون نور د طبیعي افتونو په ځانګړي ډول وچکالۍ له امله بېځایه شوي دي.

XS
SM
MD
LG