د لاس رسي وړ اتصالات

نامتو افغان شاعر او لیکوال واصف باختري ومړ


واصف باختري
واصف باختري

د افغانستان وتلی شاعر، لیکوال او څېړونکی واصف باختري د ۸۱ کلونو په عمر په امریکا کې ومړ. نوموړی له تیرو څو کلونو راهیسې ناروغ و.

د واصف باختري لور منیژې باختري په فیسبوک کې پیغام خپور کړی او د خپل پلار مړینه یې تائید کړې ده.

هغې لیکلي: "استاد واصف باختري، زموږ پلار، زموږ پیر او دانا، زموږ روح او ځان تېره شپه له ابدیت سره یو ځای شو... د هغه ژوند دومره ستر او یاد یې دومره ځلانده دی، چې مرګ به یې تر ننه او تر تله پوروړی وي."

واصف باختري له شعري ټولګو نیولې تر ادبي څېړنو، لیکنو او ژباړو پورې، په دري ژبې تر ۲۰ ډېر اثار لیکلي دي، چې ځینې اثار یې په نورو ژبو هم ژباړل شوي دي.

د واصف باختري لنډ ژوندلیک

باختري په ١٣٢١ لمريز کال د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې زيږيدلى او په ١٣٤٥ کال کې له ښوونځي څخه تر فراغت وروسته يې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو په برخه کې د ليسانس سند ترلاسه کړ او د پوهنې وزارت د تالیف او ژباړې څانګې په دري برخه کې دنده پيل کړه.

باختري په ١٣٥٣ کال کې د لوړو زده کړو لپاره امريکا ته لاړ او د کولمبيا له پوهنتون څخه يې د زده کړې په برخه کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړ او په ١٣٥٧ کال کې افغانستان ته راستون شو او د پوهنې په وزارت کې يې دندې ته دوام ورکړ.

نوموړي په يو شمېر افغاني رسنيو کې د مسوول مدير او اډیټور په توګه هم کار کړى او د يو شمېر بنسټونو او فرهنګي مرکزونو غړى هم پاتې شوى دى.

په افغانستان کې د ثور له اوومې نیټې تر انقلاب وروسته باختري د ۱۳۵۷ کال له میزان څخه تر ۱۳۵۸ کال تر جدي پورې زنداني شو.

واصف باختري له ١٣٧٥ کال څخه تر ١٣٨٠ کال پورې په پاکستان کې اوسېده او له ١٣٨٠ کال راهيسې د امريکا په کليفورنيا ايالت کې یې ژوند کاوه.

XS
SM
MD
LG