د لاس رسي وړ اتصالات

د بغلان پر امنیې قومندانۍ برید د بریدګرو په وژلو پای ته ورسېد


په برید کې شاوخوا ۲۰ ملکیان هم ژوبل شوي دي
په برید کې شاوخوا ۲۰ ملکیان هم ژوبل شوي دي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي د بغلان ولایت پر امنیې قومندانۍ د طالبانو برید له څو ساعتونو جګړې وروسته د بریدګرو په وژلو ختم شو.

د دغه وزارت په اعلامیه کې راغلي دي چې په برید کې ۱۳ ملي پولیس وژل شوي دي او ۳۵ تنه نور ژوبل دي. اعلامیه وایي چې په یاده پېښه کې ۲۰ ملکي وکړي هم ټپیان شوي دي.

د وزارت اعلامیه وایي په برید کې اته بریدګر هم وژل شوي دي. د برید په سر کې د امنیې قومندانۍ مخې ته یو موټر بمب ځانمرګی برید وشو چې بیا نور بریدګر ودانۍ ته ننوتل او له پولیسو سره په جګړې کې ښکېل شول.​

طالبانو د دغه برید مسولیت اخیستی دی.

برید د یکشنبې په ورځ (مۍ۵) تر ماسپيښن وروسته پیل شو چې څو ساعتونه یې دوام وکړ.

د بغلان د روغتون مسول ډاکټر خلیل نرمګوی امریکا غږ اشنا ته ویلي چې په وژل شویو او ژوبلو کسانو کې کوچنیان او ښځې هم شامل دي.

طالبان پر داسې مهال دغه برید کوي چې همدا اوس یې استازي د قطر په مرکز دوحه کې له امریکايي استازو سره د افغان سولې په اړه په مذاکراتو بوخت دي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد روانه اونۍ وویل، چې له دغې ډلې څخه یې په ټینګار سره د تاوتریخوالې کمولو غوښتنه کړې ده.

د طالبانو دا برید له روژې څخه یوه ورځ مخکې کیږي. ولسمشر غني څو ورځې مخکې د مشورتي لویې جرګې تر وړاندیز وروسته وویل،که طالبان چمتو وي افغان حکومت په روژه کې اوربند کولو ته حاضر دی، خو طالبانو یې په ځواب کې وویل، چې دوی به په روژه کې هم خپل بریدونه جاري وساتي.

XS
SM
MD
LG