د لاس رسي وړ اتصالات

سیاه ګرد ولسوالۍ کې د جګړو له امله د کابل - بامیان لار تړل شوې


په افغانستان کې د هوا په ګرمیدو په یو شمیر ولایتونو کې وسله والو طالبانو د افغان ځواکونو پر پوستو خپل بریدونه زیات کړي دي.
په افغانستان کې د هوا په ګرمیدو په یو شمیر ولایتونو کې وسله والو طالبانو د افغان ځواکونو پر پوستو خپل بریدونه زیات کړي دي.

د کابل – بامیان د لارې یو شمیر مسافر وايي، وسله والو طالبانو د جمعې په سهار ( وري ۲۳ مه) د دغې لارې په اوږدو کې د پروان ولایت د سیاه ګرد او شینوارو د ولسوالیو اړوند سیمو کې د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي، چې له امله یې دا لویه لار د ترافیکو پرمخ ټول شوې ده.

د دغې لارې مسافر وايي، په دغه سیمه کې د جګړې د دوام له امله افغان ځواکونه د مسافرو موټرو ته د سیاه ګرد له بازار څخه د پروان ولایت مرکز چاریکارو ته د تیریدو اجازه نه ورکوي.

د سیاه ګرد ولسوالۍ امنیتي چارواکو هم د کابل – بامیان د لارې په اوږدو کې د دغې ولسوالۍ د " سرخي او بالا قلعه" پر امنیتي پوستو د وسله والو طالبانو بریدونه تائید کړي دي.

د سیاه ګرد د ولسوالۍ امنیه قومندان حسین شاه مقصودي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې پر دغو پوستو یې د وسله والو طالبانو بریدونه په شا تمبولي دي.

ښاغلي مقصودي وویل" همدا اوس د شینوارو د ولسوالۍ په مربوطاتو کې لاره بنده ده، د لارې د خلاصون لپاره هڅې روانې دي".

د لارې د بندیدلو له امله په سلګونو مسافر د سړک پر دواړو غاړو بند پاتې دي.

د کابل – بامیان ترمنځ بله لاره هم شته، چې د میدان وردک ولایت د جلریز له ولسوالۍ تیریږي، خو اکثره مسافر د بامیان – کابل ترمنځ د پروان ولایت له لارې تګ راتګ کوي.

یو شمیر موټر چلوونکو امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې په سیمه کې لا جګړه روانه ده او دوی هم له لرې واټن څخه د درنو وسلو د ډزو اوازونه اوري.

خو پروان ولایت د شینوارو د ولسوالۍ ولسوال محمد ګل محمدي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، لاره خلاصه ده او لا هم د وسله والو مخالفانو پر وړاندې تصفوي عملیات په سیمه کې روان دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د خپل ټویټر په پاڼه د دغو جګړو په اړه ویلي، چې د دغې ډلې وسله والو د سیاه ګرد پر ولسوالۍ برید کړی او لا هم د دغې ولسوالۍ شاوخوا ته درنه جګړه روانه ده.

طالبانو دا بریدونه د دغې دلې له خوا د خپلو نوو پسرلینو عملیاتو د پیل په لومړۍ ورځ کړي دي.

طالبانو خپلو سږنیو عملیاتو ته د " الفتح" نوم ورکړی دی، تیرکال دغې ډلې د البدر په نوم خپل عملیات ترسره کول.

XS
SM
MD
LG