د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستاني ملیشې پر خوست برید کې وژل شوي - افغان چارواکي


د خوست ولايتي چارواکي وايي چې ددغه ولايت په ځاځي ميدان ولسوالۍ کې د پاکستانۍ مليشو او افغان ځواکونو ترمنځ جګړه کې شاوخوا ۱۱ کسه وژل شوي دي.

د خوست د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول، عبدالبصير بينا، امريکا غږ ته وويل چې دغه جګړه د ځاځي ميدان ولسوالۍ د مندتې سيمې پريوه امنيتي پوسته تر بريد وروسته پيل شوه. ښاغلی بینا وویل چې پاکستاني مليشو چې ملکي جامې یې اغوستې وې، برید پیل کړ.‌ نوموړي ونه ویل چې پاکستاني ملیشو ولې برید وکړ.‌

د خوست د والي وياند طالب منګل وويل چې په جنګ کې ولسي خلک هم پراخ ګډون کړی و او دواړه غاړې پر يو او بل درنې وسلې وکارولې چې له کبله يې تر اوسه ۷ وسله وال بريد کوونکي او ۳ ولسي خلک وژل شوي دي.

سیمیزو چارواکو دغه راز د یوه افغان سرحدي سرتیري د وژل کیدو خبره تایید کړې ده.‌

پاکستاني چارواکو تر اوسه د دې پیښې په اړه څه ندي‌ ویلي.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG