د لاس رسي وړ اتصالات

د بایډن اداره د مکسیکو په سرحد کې په مهاجرت محدودیتونه بیا لګوي


په متحده ایالاتو کې چارواکي وایي د جمهور رئیس جو بایډن حکومت ګڼ شمیر پلانونه لري چې له مخې به یې د مکسیکو – امریکا تر منځ په سرحد کې د کډوالۍ او پنا غوښتنې چارې سختې شي.

چارواکو ویلي چې دا پلانونه هغو پالیسیو ته ورته دي چې د متحده ایالاتو مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ پدې سرحد کې تطبیق کړې وې.

د امریکا د کورني امنیت وزارت دوو چارواکو او یو بل تن چې د موضوع په هکله معلومات لري ویلي وایي یو پلان دا دی چې هغو ناواده شویو بالغو کسانو ته چې لومړی یې په نورو هیوادونو کې پنا نه وي غوښتي، په متحده ایالاتو کې یې د پنا غوښتنې عریضه هم په چټکۍ سره رد شي.

دغو سرچینو ویلي چې تر اوسه یې د پیشنهاد شویو قوانینو نسخه نده لیدلې او له همدې کبله نشي کولی چې نور جزیات ورکړي

د جمهور رئیس جو بایډن اداره چې د ۲۰۲۱ کال د جنوري په میاشت کې یې واک ته تر لاسه کړی، په سیاسي او عملیاتي توګه د هغو میلونونو کډوالو سره په چلند کې د ستونزو سره مخ دی، چې په غیر قانوني توګه د مکسیکو څخه متحده ایالاتو راوړي.

د متحده ایالاتو سرحدي چارواکي وایي چې یوازې په ۲۰۲۲ مالي کال کې یې ۲.۲ ملیون کډوال په سرحد کې نیولي دي چې غوښتل یې په غیر قانوني توګه امریکا ته راشي.

یو بل حکومتي چارواکي بیا ویلي د کډوالو د مخنیوي لپاره د نورو اقداماتو تر څنګ د ښاغلي ټرمپ د وخت په هغې پالیسۍ هم غور کیږي چې له مخې په سرحد کې پولیس واک لري، په چټکۍ سره د پنا غوښتنې اسناد طی مراحل او د پنا غوښتونکي څخه پوښتنې وکړي.

حکومت پدې امکان هم کار کوي چې سرحد ته محدود شمیر پنا غوښتني د راتګ اجازه ولري او هلته د پنا غوښتنه وکړي.

تر اوسه نده معلومه چې حکومت به دا نوي قوانین څخه وخت پلي کړي خو د متحده ایالاتو د کورني امنیت وزارت یو چارواکي جمعه ډسمبر ۲ (لیندۍ۱۱) وویل چې تر اوسه په پالیسۍ کې د بدلون لپاره هیڅ کومه پریکړه نده شوې.

دموکرات بایډن چې د ۲۰۲۰ کال د جهوري ریاست په انتخاباتو کې یې جمهوري غوښتونکي ټرمپ ته ماتې ورکړه، په انتخاباتو مبارزو کې یې دا ژمنه کړې وه چې د ښاغلي ټرمپ د وخت د کډوالۍ سختې پالیسۍ به باطلوي او د پنا غوښتونکو او کډوالو لپاره به د متحده ایالاتو ژمنې بیرته پر ځای کوي.

خو که سپینه ماڼۍ دا اوسنۍ پالیسۍ چې تر غور لاندې دي عملي کاندي، د جمهور رئیس بایډن د کړیو ژمنو سره به په ټکر کې وي. د مهاجرنیو یو شمیر فعالینو حتی په محکمو کې د ښاغلي ټرمپ د پالیسیو په خلاف شکایتونه کړي و خو دا شکایتونه رد شول.

په متحده ایالاتو کې د پنا غوښتنې لپاره یو کډوال باید پخپلې عریضې کې ووایي چې د خپل نژاد، مذهب، ملیت، سیاسي نظر او یا په کومي ځانګړي ټولنیز ګروپ کې د غړیتوب لرلو په خاطر یې ژوند په خطر کې دی او غواړي چې په متحده ایالاتو کې ورته پنا ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG