د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن او میرمن یې جل بایډن دوشنبه جنوري شپږمه ( مرغومي ۱۷) د لوزیانا ایالت د نیو اورلینس په ښار کې د ۱۴ وژل شویو او ۳۵ ټپي شویو کسانو د کورنیو غړیو سره وکتل.
دا کسان د روان ۲۰۲۵ میلادي کال په لومړۍ ورځ هغه وخت ووژل شول او ټپي شول چې د امریکا یو سابقه دار مسلمان پوځي د خلکو په ګڼې ګوڼې موټر وخېژوه.
بایډن او میرمن یې په ناڅاپي سفر د نیوارلینز ښار هماغه ځای ته ولاړل چې د وژل شویو کسانو په یاد موقتي څلی جوړ شوی او هلته یې د ګلانو ګیډۍ کیښودې.
جمهور رئیس او میرمن یې همدارنګه په یوې کلیسا کې په دې پیښې کې د وژل شویو او ټپي شویو کسانو د کورنیو غړیو سره وکتل.
د سپینې ماڼۍ ویانده کارین ژان پییر چې د جمهور رئیس سره په الوتکې کې روانه وه، خبریالانو ته وویل چې بایډن غواړي په دې سفر سره وښیي چې په سختو شرایطو کې ټولنې سره ولاړ دی.
میرمن پییر زیاته کړه، " هغه (جمهور رئیس بایډن) په دې اند دی چې د جمهور رئیس په توګه دا یوه مهمه دنده ده".
بایډن او میرمن یې په خصوصي توګه د وژل شویو او ټپي شویو د کورنیو غړیو او سیمه ایزو پولیسو سره وکتل او وروسته یې د دعا په مراسمو کې هم برخه واخیسته.
امریکایي چارواکو ویلي چې برید ګر د اسلامي دولت یا داعش ډلې څخه "الهام" اخیستی و او د هغه سره په برید کې بل چا مرسته نه ده کړې. برید کوونکی په امریکا کې زیږیدلی و، شمس الدین جبار نومیده چې د امریکا په پوځ کې یې هم خدمت کړی و.
جبار د پولیسو سره په ځوابي ډزو کې د پیښې په ورځ ووژل شو.
د متحده ایالاتو د تحقیقاتو فدرالي ادارې (اف بي آی) ویلي چې بریدګر د برید څخه یوازې یو یا یو نیم ساعت وړاندې په ټولنیزو شبکو کې پنځه ویډیوګانې خپرې کړې وې چې د اسلامي دولت یا داعش ډلې سره یې ملاتړ څرګند کړی و.
اف بي ای همدارنګه ویلي چې جبار تیر کال د اکټوبر په میاشت کې دوه ځله د نیواورلینس ښار همدې سیمې ته چې خلک یې په موټر وهلي و، تللی و او داسې ځانګړې عینکې یې په سترګو وې چې د ویډیو ثبت کولو توان لري.
دې ادارې همدارنګه ویلي چې جبار دې سیمې ته په بایسکیل ورغلی و.
د ایف بي ای چارواکو همدارنګه ویلي چې د جبار د دوو سفرونو په هکله پلټنې کوي چې یو یې د ۲۰۲۳ میلادي کال په اوړي کې د مصر پایتخت قاهرې ته او دویم یې څو ورځې وروسته کاناډا ته کړی و.
فورم \ دبحث خونه