د لاس رسي وړ اتصالات

جو بایډن د جي – ۷ هیوادونو د مشرانو غونډې کې د ګډون لپاره جرمني ته ولاړ


د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن شنبه جون ۲۵ (چنګاښ۴) جرمني ته ورسید چې د نړۍ د اوو سترو اقتصادي یا جي -۷ هیوادونو د مشرانو په غونډې کې ګډون وکړي.

ټاکل شوې چې په غونډې کې د امریکا متحدین د روسیې په خلاف د خپلې متحدې جبهې په هکله پداسې حال کې خبرې وکړي چې په ګاونډي هیواد اوکراین د روسیې د یرغل له کبله د نړۍ په ګڼ شمیر هیوادونو کې اقتصادي ستونزې پیدا شوي.

ښاغلی بایډن به په جرمني کې درې ورځې تم شي او د یکشنبې په ورځ به د هغه هیواد د صدراعظم اولف شولتز سره هم وګوري.

په همدې حال کې د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زلینسکي به دې غونډې ته د ویډیو کنفرانس د لارې وینا وکړي.

په جرمني کې د جي-۷ هیوادونو مشران پداسې حال کې جرګه کیږي چې بله اوونۍ په مادرید کې د ناټو د غړیو هیوادونو مشرانو غونډه هم کیږي.

دا دوه مهمې غونډې داسې مهال کیږي چې د لومړي ځل لپاره په ګاونډي هیواد اوکراین د بیلاروس څخه توغندي وار شوي.

د اوکراین نظامي چارواکو په یوې بیانیه کې ویلي دي‌ چې د چیرنیګیف په شمال کې پر دسنا کلي ۲۰ راکټونه توغول شوي‌ دي. بیانیه زیاتوي چې په دې بریدونو کې د یاد ښار تاسیسات په نښه شوي خو تر اوسه د تلفاتو راپور ورکړل شوی ندی.

بلاروس د فبروري په ۲۴ نیټه پر اوکراین د روسیې د برید له پیل څخه مسکو ته لوژیستیکي ملاتړ برابر کړی دی په خاص ډول په لومړیو څو اوونیو کې. خو دا هیواد هم د روسیې په شان د غرب له بندیزونو سره مخ شوی دی.

په اوکراین د یرغل له کبله متحده ایالاتو او لویدیځو متحدینو یې په روسیې ګڼ شمیر اقتصادي او نور بندیزونه وار د مخه لګولې خو یوې سرچینې چې د جي-۷ هیوادونو د مشرانو د غونډې د اجنډا په هکله معلومات لري، د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې ښایي د روسیې څخه د سرو زرو په وارداتو هم بندیز ولګول شي.

XS
SM
MD
LG