د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن د اقتصادي خبرو او د سوداګرۍ نوې موافقې لپاره جاپان ته ورسید


د امریکا جمهور رئیس جو بایډن واک ته تر رسیدو وروسته آسیایي هیوادونو ته د سفر په لړ کې یکشنبه مې ۲۲ (غبرګولي۱) جاپان ته ورسید.

ټاکل شوې چې ښاغلی بایډن به دوه ورځې په جاپان کې تم شي او ډیر به بوخت وي. هغه به دوشنبې د جاپان د صدراعظم فومیو کشیدا او امپراتور ناروهیتو سره وګوري او هم به د امریکا په مشرۍ د څو ملتي سوداګرۍ نوښت ترویج کړي.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس به په جاپان کې د خپل سفر په دویمې ورځې د کواډ ګروپ هیوادونو د مشرانو سره وګوري چې د کوربه جاپان تر څنګ پکې اسټرالیا او هند هم شامل دي.

تر جاپان وړاندې جمهور رئیس جو بایډن د دوو ورځو لپاره په جنوبي کوریا کې و. د ښاغلي بایډن دا سفر سیمې ته د متحده ایالاتو اقتصادي ژمنتیا ته ځانګړی شوی و.

سره لدې چې د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون جنوبي کوریا ته د ښاغلي بایډن د سفر پر مهال هیڅ ډول توغندی ندی آزمایلی خو امریکایي چارواکي لا هم نه پوهیږي چې څه به پیښ شي.

د متحده ایالاتو د ملي امینت سلاکار چې د ښاغلي بایډن سره پدې سفر کې مل دی د جاپان پایتخت ټوکیو ته په لار یې خبریالانو ته وویل چې د هر ډول احتمالاتو لپاره چمتوالی نیول شوی.

هغه وویل، " کله چې په کوریا کې وو، هر ډول احتمال ته چمتو وو او په جاپان کې هم هر ډول احتمال ته چمتو یو او پدې هکله به د جنوبي کوریا او جاپان سره د نږدې نه په اړیکه کې اوسو".

د ملي امنیت سلاکار همدارنګه وویل "که شمالي کرویا کوم اقدام وکړي، مونږ به یې ځواب ویلو ته چمتو اوسو".

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن په اسیا کې د امریکا د مشرتابه د لا تقویت لپاره د پنجشنبې په ورځ مۍ ۱۹ (غوايي۲۹) جاپان ته او جنوبي کوریا ته خپل سفر پیل کړ.

اسیا ته د ښاغلي بایډن سفر داسې مهال کېږي چې د امریکا ټول پام اوس په اروپا او د شمالي ‌کوریا د ممکنه اتومي ازموینې په اندېښنو ورټول دی.

نوموړي اسیا ته تر خپل سفر مخکې په اروپا کې په ناټو کې د غړیتوب ترلاسه کولو لپاره د سویډن او فنلنډ د غوښتنلیکونو هرکلی وکړ.

دغو دواړو هېوادونو د فبروۍ په ۲۴ په اوکراین د روسیې له یرغل وروسته په ناټو کې د غړیتوب غوښتلو هلې ځلې پیل کړي دي.

په داسې حال کې چې په اسیا کې د چین اقتصادي او پوځي ځواک په سیمه کې د امریکا سلطه تر سیوري لاندې راوستې، ښاغلی بایډن غواړي‌ چې دا سفر یې په سیمه کې د امریکا د څو کلونو د تمرکز او محور قوي کولو په هڅو کې یوه زیاتونه وي.

XS
SM
MD
LG