د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا ولسمشر: پوتین پریکړه کړې چې اوکراین اشغال کړي


ولسمشر جو بایډن چې د جمعې په ورځ د فبرورۍ ۱۸ ( سلواغې ۲۹) په سپینې ماڼۍ کې په یوه خبري کنفرانس کې خبرې کولې وویل پوتین پرېکړه کړې چې اوکراین اشغال کړي او نوموړی د پوځې برید لپاره د پلمې د پیداکولو په خاطر د ناسمو معلوماتو خپرولو ته دوام ورکوي.

ښاغلي بایډن وویل:" زه اوس په دې باور یم چې هغه د برید د کولو پرېکړه کړېده." هغه زیاته کړه د روسیې ولسمشر د یوې پوځي‌حملې لپاره چې ښايي په څو ورځو کې وشي د پلمې د پیداکولو لپاره د ناسمو معلوماتو په خپرولو بوخت دی."

د امریکا د ولسمشر مرستیالې کاملا هریس هم د نن د شمبې په ورځ د مونشن په امنیتي کنفرانس کې پر اوکراین د یرغل لپاره د روسیې د طرحې د عملي کیدو په اړه خبرداری ورکړ.

هغې وویل چې روسیه به د بې ګناهۍ ادعا وکړي او پر اوکراین د برید لپاره به یوه ناسمه بهانه وړاندې کړي.

د امریکا د ولسمشر مرستیالې وویل چې پر کیف د مسکو برید به د پراخو اقتصادي بندیزونو سره جوخت وي. میرمن هریس خبرداری ورکړ چې متحده ایالات به په ختیځه اروپا کې د ناټو ځواکونه نور هم تقویه کړي.

پدې ترڅ کې د ناټو تړون عمومي منشي ینس ستولټنبرګ وویل چې د اوکراین پر ضد د روسیې د ګواښونو په مقابل کې به ناټو خپل ځواکونه کم نه بلکې نور هم زیات کړي.

ښاغلي ستولټنبرګ زیاته کړه چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ته یې په یو لیک کې د ناټو د شورا او روسیې ترمنځ د کتنې غوښتنه کړې چې د اوکراین د کړکیچ مخنیوی وشي.

هغه زیاته کړه چې هیڅ داسې سند نشته چې د اوکراین له پولې څخه د روسي ځواکونو په شا کیدل ثابت کړي.

د امریکا ولسمشر ویلي چې:" مونږ په دې باور یو چې دوی به د اوکراین پایتخت کیف چې دوه اعشاریه اته میلیونه خلک په کې ژوند کوي خپل هدف وګرځوي. مونږ د روسیې د پلانونو په هکله ځکه په تکرار سره خبرې کو چې نه غواړو شخړه رامنځته شي، مونږ تر خپله وسه هڅه کوو د هغه څه مخه ونیسو چې روسیې ته په اوکراین باندې برید کول توجیه کوي."

ولسمشر بایډن وویل روسیې د ناسمو معلوماتو د خپرولو کمپاین پیل کړی دی او زیاته یې کړه چې روسي پلوه اوکرایني بیلتون پالو په درواغو ادعا کړېده چې اوکراین د برید کولو پلان لري.

ښاغلي بایډن وویل:" د دغو ادعاوو په هکله هیڅ ډول شواهد نشته، او له عقل او منطق سره هیڅ نه برابریږي چې اوکراین دې په داسې شرایطو کې چې له یوسلو پنځوس زره زیات ځواکونه یې سرحد ته نږدې دیره وي، د یوې اوږدې جګړې د پیل هڅه وکړي."

د جمعې په ورځ وختي، د مسکو له ملاتړڅخه برخمنو بیلتونپالو د اوکراین په ختیځ کې تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې ولسي خلکو ته ویلي چې په بسونو کې له دغو سیمو ووځي. دوی وايي په سلګونو زرو کسان به روسیې ته تخلیه کړي. امریکا په دې باور ده چې د دوی حرکت ښايي د برید لپاره د پلمې یوه برخه وي.

مسکو د اوکراین له پولې د خپلو سرتیرو د شاتګ د ویډیوګانو په نشرولو سره ټنیګار کوي چې ځواکونه یې له پولې د په شاکېدو په حال کې دي، خو امریکا او متحدین یې وایي د اوکراین له پولې سره د روسي ځواکونو شمیر ورځ تربلې زیاتیږي.

بایډن له هغه وروسته دغه خبرې کوي چې د ناټو، اروپايي ټولنې او یو شمیر نورو هیوادونو له مشرانو سره یې په تلیفون خبرې وکړې. دغو مشرانو ژمنه وکړه چې په اوکراین باندې د برید په صورت کې به په روسیې باندې د سختو او چټکو اقتصادي بندیزونو د لګولو لپاره د چمتوالي ترڅنګ، د شخړې د مخنیوي لپاره خبرو ته هم دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG