د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن: مذهبي ازادي د هند او متحدو ایالتونو لپاره یو بنسټیز اصل دی


د امریکا ولسمشر جوبایدن او د هند صدراعظم نرندرا مودي
د امریکا ولسمشر جوبایدن او د هند صدراعظم نرندرا مودي

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن د پنجشنبې په ورځ ، د جون ۲۲ (چنګاښ لومړي) په سپینه ماڼۍ کې د هند له صدراعظم نرندرا مودي سره د لیدو پر مهال وویل چې مذهبي ازادي د هند او متحدو ایالتونو لپاره "بنسټیز اصل" دي.

د نرندرا مودي ملتپاله حکومت د هند د لږکیو د حقونو په خاطر تر نیوکې لاندې دی او د بشري حقونو ډلې د مودي پر حکومت تور پورې کوي چې د هند د مسلمانانو او مسیحي لږکیو پر وړاندې په قصدي ډول تاوتریخوالي ته لمن وهي.

بایډن وویل: "د قانون پر بنسټ مساوات او برابري، د بیان او مذهب ازادي، زموږ د خلکو تنوع زموږ باثباته او مخ پرودې بنسټیز اصول دي. که څه هم دا اصول زموږ د تاریخ په اوږدو کې له ننګونو سره مخامخ شوي، خو زموږ ځواک او راتلونکی به پیاوړي کړي."

امریکایي‌ او هندي چارواکو ویلي چې متحدو ایالتونو ته د مودي د سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ
نه یواځې د اړیکو پیاوړي‌کول دي، بلکې ددغه کتنې په ترڅ کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، صنعت، ټکنالوژۍ او دفاع په برخو کې تړونونه لاسلیک شي.

بایډن وویل: "زه له ډیرې مودې راهیسې باور لرم چې د متحدو ایالاتو او هند اړیکې به د ۲۱ مې پیړۍ له خورا تعریف شویو اړیکو څخه وي."

د هند صدراعظم په سپینه ماڼۍ کې په وینا کې وویل چې هند او د امریکا متحده ایالتونونه "د ډیموکراتیکو ارزښتونو پر بنسټ" ټولنې لري. هغه زیاته کړه: "دواړه هېوادونه پر خپل، ډول ډول ټولنې وياړي. دواړه هېوادونه په هغو بنسټيزو اصولو باور لري چې ټولو ته ګټه رسوي."

ښاغلي‌مودي وویل چې هند او د امریکا متحده ایالتونه د سولې، ثبات او نړیوالې سوکالۍ لپاره په ګډه کار ته ژمن دي. هغه وويل: "زموږ پیاوړی ستراتيژيک شراکت د ډيموکراسۍ د ځواک څرګند ثبوت دی."

واشنګټن غواړي هند د چین پر وړاندې یو ستراتیژیک انډول وي. له همدې امله د امریکا متحده ایالتونه هند ته د یوه مهم ملګري په سترګه ګوري. له بلې خوا مودي هم هڅه کوي چې له چین سره له ترینګلو اړیکو وروسته په نړۍ کې د خپل هېواد اغیره زیاته کړي.

ولسمشر بایډن، ښاغلي مودي ته په سپینې ماڼۍ د سرې غالۍ په غوړولو هرکلی ووایه او مودي په یو نادر اقدام کې موافقه وکړه چې د پنجشنبې په ورځ په سپینه ما ڼۍ کې په خبري ناستې کې برخه واخلي. مودي نهه کاله مخکې کله چې د هند د صدراعظم په توګه دنده پیل کړې،‌ له هغه راهیسې یې په هیڅ خبري ناستې کې ګډون نه دی کړی.‌

په همدې حال کې ښاغلی بایډن د ډیموکراټانو تر فشار لاندې دی چې په هند کې د بشري حقونو د مسلو په اړه له مودي سره خبرې وکړي. درې ډیموکراتو وکیلانو - الکساندریا اوکاسیو کورټیز، الهان عمر او رشیده طلیب - ویلي چې دوی به د امریکا کانګرس ته د مودي وینا تحریم کړي.

اوکاسیو کورټیز د چهارشنبې پر ورځ په ټویټ کې وویل: "زه خپل همکاران چې د مذهبي ازادۍ ، زغم او د مطبوعاتو د ازادۍ ملاتړ دي،‌ هڅوم چې په دغه کار کې [د مودي د وینا تحریم]‌ کې زما سره مل شي."

XS
SM
MD
LG