د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن وایي اردن کې یې دامریکایي سرتیرو وژل کیدو ته د ځواب ویلو پریکړه کړې


د متحده ایالاتو جمهور رئیس فلوریډا ایالت ته تر روانیدو وړاندې خبریالانو ته وویل چې اردن کې د امریکایي ځواکونو وژل کیدو ته د ځواب ویلو پریکړه یې کړې خو جزیات یې ورنکړل.
د متحده ایالاتو جمهور رئیس فلوریډا ایالت ته تر روانیدو وړاندې خبریالانو ته وویل چې اردن کې د امریکایي ځواکونو وژل کیدو ته د ځواب ویلو پریکړه یې کړې خو جزیات یې ورنکړل.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن سه شنبې جنوري ۳۰ (سلواغې ۱۰) وویل دا پریکړه یې کړې چې په اردن کې د بې پیلوټه یا ډرون الوتکې برید ته چې درې امریکایي سرتیري پکې ووژل شول، څه ډول ځواب ووایي.

په برید کې چې ملامتي یې په هغو وسله والو اچول شوی چې ایران یې تر شا ولاړ دی تر ۴۰ ډیر امریکایي سرتیري ټپي شوي هم دي.

ښاغلي بایډن وړاندې تر دې چې د فلوریډا ایالت ته د بسپنې راټولولو یوې غونډې ته ولاړ شي په سپینې ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چي د ځواب ویلو پریکړه یې کړې خو نور جزیات یې ورنکړل.

هغه زیاته کړه، " فکر نکوم مونږ په منځني ختیځ کې پراخه جګړه غواړي. دا هغه څه ندي چې زه یې غواړم".

د اسلامي مقاومت په نامه د ملیشو یوه ډله چې ایران یې ملاتړ کوي، په اردن کې په امریکایي سرتیرو د بې پیلوټه یا ډرون الوتکې دې برید کولو ادعا کړې خو پنټاکان بیا ویلي دا برید داسې نښې نښانې لري چې د کتایب حزب الله ملیشو به کړی و چې په عراق کې دې او ایران یې ملاتړ کوي.

د یوې پوښتنې په ځواب کې چې آیا د متحده ایالاتو د حکومت ځواب ویل به په حقیقت کې د ایران مخه ونیسي، ښاغلي بایډن وویل، " وبه ګورو".

په عین حال کې د متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي تیره ورځ په خبري کنفرانس کې وویل چې د ایران سره جګړه نه غواړي خو تر څنګ یې دا هم وویل چې په اردن کې په امریکایي ځواکونو دا برید "کړکیچ ډیرونکی دی او هیڅ اشتباه مکوئ چې ځواب ویلو ته اړتیا لري".

د ښاغلي کربي دې څرګندونو څخه وړاندې د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن د خپل ملي امنیت ټیم سره وکتل چې د دفاع وزیر لیوډ آسټن او د ملي امنیت د شورا سلاکار جیک سلیوان هم پکې برخه درلوده.

سره لدې چې ښاغلي کربي ویلي د متحده ایالاتو ځواب به "مهم وي" خو پدې هکله یي څه ندي ویلي چې آیا ښاغلی بایډن پدې هم غور کوي چې په ایران کې دننه ځیني اهداف وویشتل شي که نه.

ښاغلي کربي زیاته کړه چې جمهور رئیس بایډن به په سیمې کې د امریکایي ځواکونو، تاسیساتو او ګټو د خوندیتوب لپاره "هغه څه وکړي چې باید یې وکړي" او تر څنګ یې دا هم وویل چې د بایډن ادارې ځواب به "څو اړخیز" وي او د بیلا بیلو اقداماتو څخه کار واخیستل شي.

سره لدې چې امریکایي چارواکي ایران ملامتوي چې د دې ملیشو ملاتړ کوي، وسله وال یې روزي او مواد ورته برابروي خو ایران ویلي چې په امریکایي ځواکونو برید کې هیڅ لاس نلري او د متحده ایالاتو او بریتانیې دا تورونه یي هم رد کړي چې ګنې په سوریې او عراق کې د ملیشو ملاتړ کوي.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس داسې مهال په اردن کې د امریکایي سرتیرو وژل کیدو ته د ځواب ویلو پریکړه کړې چې په عراق کې د کتایب حزب الله ډلې د سه شنبې په ورځ اعلان کړی چې په امریکایي سرتیرو بریدونه ځنډوي.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس داسې مهال په اردن کې د امریکایي سرتیرو وژل کیدو ته د ځواب ویلو پریکړه کړې چې په عراق کې د کتایب حزب الله ډلې د سه شنبې په ورځ اعلان کړی چې په امریکایي سرتیرو بریدونه ځنډوي.

دې ډلې پخپل ویب سایټ کې لیکلي، " د غاصبو ځواکونو په خپل د نظامي او امنیتي عملیاتو اعلان کوو تر څو د عراق حکومت د رسوایۍ څخه وژغورو".

سره لدې چې د اسلامي مقاومت په نامه ملیشو په اردن کې په امریکایي ځواکونو د برید کولو ادعا کړې خو پنټاګان ویلي چې برید داسې نښې نښانې لري چې د کتایب حزب الله ډلې به کړی وي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG