د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن: القاعده شبکه په افغانستان کې «ډېره کمزورې» شوې ده


د القاعده شبکې مخکنی مشر اسامه بن لادین په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د پاکستان په ایبت اباد ښار کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو.
د القاعده شبکې مخکنی مشر اسامه بن لادین په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د پاکستان په ایبت اباد ښار کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو.

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر جو بایډن وايي چې القاعده شبکه په افغانستان کې «ډيره کمزورې» شوې ده.

ښاغلي بایډن د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادین د وژل کېدو د ۱۰ کاله پوره کېدو په مناسبت پیغام کې ویلي چې د دغه شبکې په کمزوري کېدو سره متحده ایالات غواړي په افغانستان کې خپله تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوي.

هغه ویلي: "متحده ایالات په ډيرې هوښیارۍ سره د افراطي ډلو د ګواښونو څارنه کوي چې په ټوله نړۍ کې یې ریښې غځولي دي. همدارنګه کوم ګواښ چې له افغانستان څخه موږ ته پېښ شي، ځان ورته رسوو هغه به لمنځه وړو او له خپلو متحدینو سره به یو ځای د خپل هیواد او ملي ګټو په ضد ګواښونو سره د مبارزې هڅه وکړو."

د القاعده شبکې مخکنی مشر اسامه بن لادین په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د پاکستان په ایبت اباد ښار کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو.

پر همدې مهال د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ویلي چې امریکايي سرتیري افغانستان ته د سپتمبر د ۱۱ پېښې د عاملینو د لمنځه وړلو په هدف تللي وو او په خبره یې هغوی به داماموریت په بریالیتوب پای ته ورسوي.

بلینکن له سي بي اس تلویزیوني شبکې سره مرکه کې ویلي چې اوس د دې وخت رسېدلی چې امریکايي سرتیري بېرته خپل هیواد ستانه شي.

هغه زیاته کړې چې له افغانستان څخه د بهرنیو سرتېرو وتل له دغه هیواد سره د همکارۍ د پای ته رسېدو په معنی نه دي، بلکې په و ینا یې دغه همکارۍ په راتلونکي کې هم دوام ولري.

بلینکن ویلي چې په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت پاتې کیږي او له دغه هیواد سره به اقتصادي، پراختیايي او بشري مرستې دوام ولري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د دې پوښتنې په ځواب کې چې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو په وتلو سره ممکن طالبان په دغه هیواد کې کنټرول تر لاسه کړي وویل: "موږ باید هرې سناریو ته چمتو و اوسو."

د تیرې شنبې په ورځ د مۍ پر لومړۍ نېټه له افغانستان څخه د بهرنیو سرتیرو وتلو بهیر رسماً پيل شو چې ټاکل شوې د سپټمبر میاشتې تر یوولسمې بشپړه شي.

اوس مهال په افغانستان کې له ۲۵۰۰ څخه تر ۳۵۰۰ پورې امریکايي او ۷۰۰۰د ناټو سرتیري حضور لري.

XS
SM
MD
LG