د لاس رسي وړ اتصالات

کانګریس ته د جمهور رئیس بایډن د وینا مهم ټکي څه دي؟


جو بایډن پداسې حال کې نن چارشنبه وینا کوي چې د حکومت یې سل ورځې پوره شوې.
جو بایډن پداسې حال کې نن چارشنبه وینا کوي چې د حکومت یې سل ورځې پوره شوې.

ټاکل شوې د امریکا جمهور رئیس جوبایډن د واشنګټن پر وخت نن چارشنبه، اپریل ۲۸ (غویي ۸) کانګریس ته وینا وکړي.

تمه کیږي چې ښاغلی بایډن به په وینا کې د نورو هیوادونو سره د ګډ کار کولو او په نړیوال سټیج کې د رهبریت د نقش اخیستو په هکله خپل اهدف څرګند کړي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جن ساکي ویلي چې جمهور رئیس جو بایډن به د بهرنۍ پالیسۍ په څرګندونو کې د امریکا ارزښتونه بیان کړي او په نړۍ کې به د امریکا مقام بیرته تر لاسه کړي.

میرمن ساکي ویلي چې د بایډن په وینا کې به د چین سره د امریکا په اړیکو هم خبرې وشي.

د امریکا د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په پرتله چې لومړیتوب یې د امریکا ګټو ته ورکاوه، د جمهور رئیس بایډن اداره هڅه کوي چې د متحدینو سره ګډ کار وکړي.

امریکا په همدې روانې میاشت کې خپل جګپوړي دپلوماتان او حکومتي چارواکي څو ځله د افغانستان نه د امریکایي ځواکونو د ایستلو په هکله د ناټو د متحدینو سره د سلا مشورو لپاره اروپا ته ولیږل.

جمهور رئیس جو بایډن پداسې وخت کې د کانګریس ګډې خونې ته وینا کوي چې د حکومت یې ۱۰۰ ورځې پوره شوې.

په امریکا کې معمولاً د استازو د مجلس مشر / مشره جمهور رئیس ته بلنه ورکوي چې د خپلې ادارې د فعالیتونو او پلانونو په هکله ملت ته معلومات ورکړي.

د استازو د مجلس اوسنۍ مشرې ننسي پلوسي اوسنی وضعیت تاریخي شیبه بللې او د جمهور رئیس بایډن نه یې غوښتي چې د "دې تاریخي شیبې سره د چلند په هکله دې د ستونزو او فرصتونو په هکله وغږیږي."

سپینې ماڼۍ هم ویلي چې ښاغلی بایډن به د خپلې وینا په هغې برخې کې چې د کورنیو موضوعاتو په هکله ده، د پوهنې او ماشومانو د روغتیا په پروګرامونو کې د پانګې اچونې په هکله معلومات ورکړي.

د جمهور رئیس بایډن اداره پلان لري چې په راتلونکو لسو کالونو کې ۱.۸ ټریلیون ډالر د ټولو ماشومانو لپاره تر ښوونځي وړاندې په پروګرامونو، دوه کاله وړیا کالج، د مستحقو کورنیو سره د ماشومانو لپاره د وړوکتون په فیس کې مرسته، هرې کورنۍ ته د هر ماشوم پر سر هره میاشت لږ تر لږه ۲۵۰ امریکایي ډالر ورکول او په ښوونځیو کې ماشومانو ته وړیا او یا په لږ قیمت د غرمې ډوډۍ ورکول شامل دي.

حکومت وایي پلان لري چې د دې پروګرام لپاره پیسې په امریکا کې په غټو شرکتونو او هغوي چې لوړ عاید لري، د مالیې په لوړولو پیدا کړي.

د سپنې ماڼۍ ویاندې جن ساکي همدرانګه ویلي چې جمهور رئیس جو بایډن به په داخلي موضوعاتو کې د کرونا ویروس، بې روزګارۍ، مهاجرت، د پولیسو اصلاحات او د وسلو د خوندیتوب په هکله هم خپل پلانونه څرګند کاندي.

په امریکا کې په معمول ډول کله چې جمهور رئیس کانګریس ته وینا کوي، د کانګریس د ۵۳۵ غړیو تر څنګ، د سترې محکمې قاضیان، د جمهور رئیس مرستیال / مرستیاله، د کابینې غړي، د لوی درستیزانو د کمیټې مشر، په واشنګټن کې د بهرنیو هیوادونو دپلوماتان او یو شمیر ځانګړي میلمانه د جمهور رئیس د میرمنې سره نږدې ناست وي.

خو د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په خاطر به دا ځل د ګډون کوونکو شمیر محدود وي. د کابینې غړي به دا وینا د خپلو کورونو څخه ګوري او سپینې ماڼۍ ویلي چې دا ځل به هغه ځانګړې څوکۍ هم نه وي چې میلمانه د جمهور رئیس د میرمنې سره په ګډه پکې کښیناستل.

د جمهور رئیس جو بایډن د وینا لپاره د واشنګټن ډي سي په ښار او په ځانګړي ډول د کانګریس د ماڼۍ په شاوخوا کې ټینګ امنیتي تدابیر نیول شوي.

د کانګریس د ماڼۍ شاوخوا لا هم د اوسپنې کټارې ولاړې دي. دا کټارې وروسته تر هغه ودرول شوې چې د همدې کال د جنوري د میاشتې په ۶مې د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ پلویانو په کانګریس یرغل وکړ.

XS
SM
MD
LG