د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن د قطر امیر سره په غزې کې د پاتې برمته شویو د خوشې کیدو په هکله خبرې کړي


د امریکا ولسمشر جږ بایډن د تیلیفوني تماس پر وخت
د امریکا ولسمشر جږ بایډن د تیلیفوني تماس پر وخت

سپینه ماڼۍ وایي د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن جمعه جنوري ۲۶ (سلواغې ۶) د قطر د امیر تمیم بن حماد الثاني سره په غزې کې د هغو برمتو شویو کسانو خوشې کیدو په هکله خبرې کړي چې لا هم د حماس سره بندیان دي.

ښاغلي بایډن او ښاغلي الثاني دا څرګندونې داسې مهال کړي چې ټاکل شوې د متحده ایالاتو د استخباراتو مرکزي ادارې مشر په اروپا کې د اسرائیل او مصر د استخباراتو ادارې مشرانو تر څنګ د قطر د صدراعظم سره هم وګوري.

په امریکایي مطبوعاتو کې ویل شوي چې دا خبرې په غزې کې د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند کولو په هدف کیږي چې له مخې به یې د حماس ډله پاتې برمته شوي کسان هم خوشې کړي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د جمعې په ورځ په خبري کنفرانس کې وویل چې جمهور رئیس بایډن د مصر د جمهور رئیس عبدالفتاح السیسي سره هم خبرې کړي خو د خبرو جزیاتو په هکله یې څه ونه ویل.

قطر، مصر او متحده ایالات د یو نوي اوربند کیدو لپاره پداسې حال کې هلې ځلې کوي چې د منځني ختیځ لپاره د متحده ایالاتو استازی بریټ مک ګروک، وار د مخه سیمې ته د همدې هڅو په لړ کې تللی.

سره لدې چې هیڅ کومې ډلې تر اوسه دا په رسمي توګه نده تائید کړې خو د اکسیوس خبري ویب سایټ څه موده وړاندې په یو راپور کې ویلي و چې اسرائیل د پاتې برمته شویو کسانو خوشې کیدو په بدل کې د دوو میاشتو اوربند وړاندیز کړی.

د اسرائیل چارواکي وایي چې لا هم د حماس سره ۱۳۲ کسان برمته دي او ګمان دا دی چې ۲۸ به یې مړه وي.

د حماس – اسرائیل تر منځ جګړه د تیر کال اکټوبر میاشتې په اوومې هغه وخت پیل شوه چې د حماس وسله والو ناڅاپه په اسرائیل برید وکړ او ۱۱۴۰ کسان یې ووژل.

اسرائیل د حماس دې بریدونو په ځواب کې په غزې هوایي بمبارۍ او ځمکني عملیات پیل کړل چې د غزې عامې روغتیا وزارت معلوماتو له مخې د جمعې تر ورځې پورې پکې ۲۶۰۸۳ تنه وژل شوي چې اکثریت یې میرمنې او ماشومان دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG