د لاس رسي وړ اتصالات

د کتاب لوست سایکل ننګرهار ته رسېدلی


د کتاب لوست ټولنې مشر ادریس سیاوش غواړي د خپل سایکل په وسیله ولایتونو او ولسوالیو ته د تعلیم کولو پېغام ورسوي.

د لغمان په یو شمېر ولسوالیو وګرځېد او اوس یې په ننګرهار کې خلکو له ښار سره- سره لرې پرتو سیمو کې هم د کتاب لوستنې د پوهاوي لپاره اراده کړې ده.

سیاوش چې پر خپل سایکل تړلې پنجره کې کتابونه هم لېږدوي، وايي غواړي خلک تعلیم کولو ته وهڅوي.

نوموړي وویل:" موږ دا سفر له لغمان ولایت څخه پیل کړ، هلته په یو شمېر ولسوالیو وګرځېدو او خلکو ته مو د علم پوهې او همدا شان د مطالعې پېغام ورساوه، اوس دلته راغلو په جلال اباد یو او دلته به هم لرې پرتو او محرومو سیمو ته د لوست او پوهې پېغام ورسوو."

هغه تر اوسه تر یونیم زره کتابونه ټول کړي او غواړي په هغو ماشومانو یې وویشي چې ښوونځیو کې یې پوښتنې ځواب کړي.

د پښتو ژبې وتلی سندغاړی جاوید امرخېل هم د کتاب لوست له دغه سفر سره ملګری شوی او د حبیب الله رفیع هغه شعر یې له ساز سره ملګری پوهنې په اړه یې لیکلی دی.جاوید امرخېل وايي غواړي د سندرې تصویرونه د کتاب لوست له بهیر واخلي.

نوموړي امریکا غږ ته وویل:" دا سندره مې ډېره مخکې ثبت کړې وه، خو چې د کتاب لوست څخه خبر شوم نو ښه مې وګڼله چې تصویرونه یې له همدی سره ګډ واخلم چې خلکو ته د پوهې او مطالعې پېغام ورسېږي."

که څه هم لرې پرتو سیمو ته د سیاوش د سایکل ورتګ به ستونزمن وي، خو هغه وايي تر خپلې وسې خواري کوي.

XS
SM
MD
LG