د لاس رسي وړ اتصالات

بامیان کې د سولې لپاره د بایسکل ځغلولو سیالۍ ترسره شوه


په بامیان کې د بایسکل ځغلولو یوې اماتورې لوبډلې د۳۱۰کیلو متره واټن په وهلو سره د سولې لپاره د بایسکل د ځغلولو سیالۍ ترسره کړه.

دغو بایسکل ځغلوونکو درې ورځې وړاندېد بامیان له مرکز څخه د دغه ولایت د پنجاب ولسوالۍ په لور د "راځئ چې د سولې لپاره بایسکل وځغلوو" په نوم خپله سیالۍ پیل او د جمعې ورځې په ماښام پای ته ورسوله.

د دغو ورزشکارانو پر وینا، دوی غواړي چې له دې لارې خلکو ته د سولې پیغام ورسوي.

د عقاب د ورزشي ډلې مشر نصرالله عادلي امریکا غږ – آشنا ته وویل " د یو لوبغاړي په توګه دا مې خپل مسولیت ګڼلو چې د اختر په ورځو کې، د شهیدانو او ټپیانو د کورنیو د تسلي لپاره بایسکل وځغلوو او له ښکیلو خواو څخه وغواړو چې د افغانستان خلک له جګړې ستړي دي".

هغه زیاته کړه، په افغانستان کې وروستیو ناښوالو دې ته اړ کړل، چې په سختو لارو باندې بایسکل وځغلوي او خلکو ته د سولې پیغام ورسوي.

د علي اکبر فیضي په نوم بل بایسکل ځغلوونکي امریکا غږ – آشنا ته وویل، دغې لوبډلې د ۳۱۰ کیلو متره په اوږدوالي د بامیان له مرکز څخه تر پنجاب ولسوالۍ پورې په دریو ورځو کې تګ راتګ کړی دی.

هغه زیاته کړه "زموږ هدف یواځې د سولې پیغام رسول وو، موږ له دولت او ښکیلو خواوو څخه غواړو چې په افغانستان کې له جګړې لاس واخلي".

بامیان د افغانستان په مرکزي برخه کې موقعیت لري او امنیتي حالت په کې تر ډيره ښه دی.

XS
SM
MD
LG