بتکوین یو ډول ډیجټلي اسعار دي، چې په الکترونیکې بڼې جوړ شوي. هیڅ څوک ورباندې کنترول نه لري، بتکوین د ډالر او یورو یا نورو اسعارو په شان چاپیږي نه بلکې د خلکو او شرکتونو له خوا تولیدیږي او د نړۍ په هره برخه کې د کمپیوټر د یوه مخصوص سافټویر څخه په ګتې اخیستو چلیږي.
بتکوین (Bitcoin) بې پشتوانې پیسو ته ورته دي او تراوسه کوم دولت په رسمیت نه دي پیژندلي او د انترنت له لارې د بانکونو له مداخلې پرته ورباندې راکړه ورکړه کیدی شي.
د امریکا، جرمني او چین هیوادونه یې اسعار نه بلکې متاع بولي.
د روان ۲۰۱۷ کال په پیل کې یې ارزښت له ۱۰۰۰ ډالرو ښکته وو خو د کال په وروستۍ نیمايي کې د دغو مجازي پیسو ارزښت ۱۷۴۲۸ امریکايي ډالرو ته ورسید.
د بتکوین د ارزښت چټکې لوړېدا ته په کتو سره، یو شمیر کارپوهان د دغو اسعارو د احتمالي سقوط په هکله اندېښنه ښودلې او له خلکو یې غوښتي چې په پیرودلو کې یې احتیاط وکړي.
په تیرو څو کلونو کې په نړیوالو بازارونو کې د بتکوین ارزښت د یوه ډالر له څوومې برخې، زرګونو ډالرو ته لوړ شوی.
د اسوشیتډ پرس آژانس د دغو پیسو جوړونکی د ساتوشي ناکاماتو په نامه یو کس بللی خو نورجزئیات یې نه دي ورکړي.
بتکوین د مالي معاملو د مصئونیت په موخه جوړې شوي او له هیڅ ډول مرکزي قدرت یعنې کوم بانک یا حکومت سره تړاو نه لري.
په همدې خاطر دغې پیسې د هغو کسانو د زیاتې پاملرنې وړ ګرځیدلي چې د مالیاتو له ورکولو ډډه کوي، که څه هم بتکوین د افرادو د هویت د پټ ساتلو تضمین نه شي کولی.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې، بتکوین د لږ مصرف لرونکو معاملو کولو ته زمینه برابروي. بتکوین کوم متمرکز کنترولونکی سیستم نه لري او د کوم سازمان یا دولتي ادارې له خوا نه اداره کیږي. په اوسط ډول د بتکوین د هرې معاملې تائید لس دقیقې وخت نیسي.