د لاس رسي وړ اتصالات

په لومړي ځل په فضا کې د تور غار تصویر خپور شو


دا اول ځل دی چې په فضا کې د تور غار په اړه راپور ورکول کیږي
دا اول ځل دی چې په فضا کې د تور غار په اړه راپور ورکول کیږي

ساینسپوهانو په لومړي ځل په فضا کې د تور غار یو تصویر اخیستی او خپور کړی دی.

له تېرو څو لسیزو راهېسې ساینسپوهانو په فضا کې د تور غار - black hole په اړه خبرې کولې خو تر دې دمه یې کوم تصویر خپور شوی نه و. دا لومړۍ ځل دی چې د نړۍ اتو تیلیسکوپونو په ګډه د دغې تورې فضايي کندې تصویر اخیستی دی.

ساینسپوهان وايي چې دغه تور غار ۴۰ میلیارد کیلو مېتره ژوره ده چې د ځمکې د ژوروالي درې میلیون برابره کیږي. ویل کیږي چې دا توره فضايي خلا له ځمکې څخه ۵۰۰ میلیون تریلیون کیلو مېتر لېرې ده.

په واشنګټن ډي سي کې د سمیتسونین د مرکز یو استاد "شییرد دوالمن" د دغه نوي انکشاف په اړه خبریالانو ته وویل "هغه څه مو چې فکر کاوه نه لیدل کیږي، ولیده. موږ په فضا کې تور غار ولید او تصویر مو ځنې واخیست."

په تصویر کې د سایسنپوهانو په باور د یو تور غار په شاوخوا کې د اور یوه روښانه حلقه لیدل کیږي. د تور فضايي غار د جاذبې قوت دومره زیات دی چې حتی نور هم ترې وتلی نشي او هر څه جذبوي.

سره له دې چې په فضا کې دغه تور غار نشي لیدل کېدی خو د هغې د دوران سرعت، الکترونیکي بار او تیږو اندازه امکان لري. سایسنپوهان وایي چې په خلا کې نور ډیر تور غارونه هم شته.

XS
SM
MD
LG