د لاس رسي وړ اتصالات

بلک هاک- د افغان هوايي ځواک په عصري کیدو کې مهم پرمختګ


فارغ شوي پیلوټان وایي چې د وطن د دفاع په لار کې د هوايي ځواک قوت خاص اغېز لري.
فارغ شوي پیلوټان وایي چې د وطن د دفاع په لار کې د هوايي ځواک قوت خاص اغېز لري.

په ورته وخت کې امریکايي مقامات وايې چې تر اوسه يې افغان لوري ته ۲۰ بلک هاک الوتکې سپارلي.

د کندهار په هوايي ډګر کې افغان پيلوټان د امریکا د هوايي پوهنتون د تدریسي معیارو سره برابر روزل کیږي.

د افغان پيلوټانو تازه فارغه شوي ۹ کسیزي ډلي دوه کلنی د زده کړې مرحله په اروپا او د بلک هاک د کارونې زده کړې له امریکايي استادانو څخه تر لاسه کړي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د هوايي قواو قومندان تورنجنرال (سګوین) وايې چې افغان هوايي قواوو ته د مهال وېش سره سم د بلک هاک ۲۰ الوتکې سپارل شوي.

د بلک هاک الوتکې پيلوټ دوهم برید من احمد تسل وايې چې بلک هاک الوتکې د افغان هوايي ځواک په عصري کیدو کې مهم پرمختګ دی.

پیلوټان وایي چې د وطن د دفاع په لار کې د هوايي ځواک قوت خاص اغېز لري.

په ورته وخت کې په کندهار کې د هوايي لوا قومندان جنرال عبدالرازق شېرزی وايې چې په جنوب کې د افغان هوايي قواوو د پيا وړتیا لپاره د بیلا بیلو جنګي او ټرانسپورتي الوتکو درې نوي کنډکونه هم له دوی سره یو ځای شوي.

له تازه فارغه شویو ۹ پيلوټانو سره د الوتکو ۸ کسه نښه وېښتونکو عملیاتي منصبدارانو هم خپلي زده کړي بشپړه کړي.

نظامي مقامات وايې چې د افغان هوايي ځواک پیاوړتیا د افغان نوي نسل د سبا او راتلونکې نظامي قوت دی چې د ۲۰۲۴ کال پوري به ټولي ۱۵۹ الوتکې چې بلک هاک هم پکې شامل دي افغان هوايي ځواک ته وسپارل شي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG