د لاس رسي وړ اتصالات

داعش د مخابراتو پر وزارت د برید مسولیت ومانه


داعش د مخابراتو پر وزارت د برید مسولیت ومانه
داعش د مخابراتو پر وزارت د برید مسولیت ومانه

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ پر وزارت له برید یوه ورځ وروسته د داعش ډلې ادعا وکړه چې برید دوی کړی دی.

په دغه برید کې اوه تنه ووژل شول. اسوشیتډپرس وايي چې داعش په خپلې ټولنیزې رسنۍ کې ادعا کړې ده چې څلورو ځانمرګو ځانونونه الوځولي او ځینې نور یې وزارت ته ننوتلي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، پر مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وسله وال برید پای ته ورسېد.

دغه برید چې نن شنبه تر غرمې مخکې ۱۱ بجې او ۴۰ دقیقې پیل شوی و تر څه باندې پنځه ساعته نښتې وروسته مازدیګر شاوخوا پنځه بجې پای ته ورسېد.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وویل چې بریدگر د لومړنۍ چاودنې وروسته د وزارت ساحه ته ننوتل او د امنیتی قواو سره په نښته شول.

هغه وویل چې پدې نښته کې څلور ملکي وگړي او درې تنه امنیتي سرتیري وژل شوي دي.

مقاماتو همداشان د څلورو بریدگرو د وژل کیدو خبر هم ورکړی دی.

ښاغلي رحیمي وویل چې ددغې نښتې د پای ته رسیدو وروسته امنیتي قواوی اوس د مهماتو او چاودیدونکو توکیو نه د محل په پاکولو بوخت دي.

د برید جریان

نن شنبه لوموړی د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزات دروازې ته نژدې چاودنه وشوه او وورسته بریدګرو پر یاد وزارت ډزې پيل کړې.

د کورنیو چارو وزارت مخکې د حمله کوونکو شمېر دری تنه ښودلی و او ویلي و چې بریدګرو مخابراتو وزارت ته نژدې له یو زیارت څخه په استفادې په دغه وزارت کې پر مرکزي پوسته خانه برید وکړ.

تر پېښې وروسته یاده ساحه د هر ډول ټرافیکي تګ راتګ پر مخ وتړل شوه.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي پر خپل ټویټر پاڼه هم لیکلي چې له ۱۵۰۰ څخه زیات د مخابراتو وزارت، شااوخوا ۳۰۰ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او ۱۵۰ د احصايي مرکزي ادارې کار کوونکي خوندي ځای ته انتقال شوي دي.

مخابراتو وزارت
مخابراتو وزارت

​د افغانستان مخابراتو وزارت ولسمشرۍ ماڼۍ ته په څه کم یو کیلومترۍ کې موقعیت لري چې په څو مترۍ کې د اطلاعاتو فرهنګ، عدلیې او مالیې وزارتونه، سرینا هوټل، د کابل ښاروالي، د رابعه بلخي روغتون او د افغانستان بانک موقعیت لري.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت یو کار کوونکي هم د ټيلیفون پر لیکه امریکا غږ ته وویل، چې وسله والو پر دغه وزارت برید کړی او دوی بند پاتې دي.

پر همدې مهال د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر وحیدالله مایار امریکا غږ ته وویل، چې تر دامهاله دوی ته د پېښې له ځایه شپږ ټپيان وروړل شوي چې درې ښځې دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټوېټر لیکلي چې دغه حمله په دوی پوري اړه نه‌لري، خو بلې وسله والې ډلې هم تر دا مهاله د دغه حملې مسؤلیت په غاړه نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG